د پاکستان د کورنيو چارو پر وزير احسن اقبال بريد شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال د ډزو له امله ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې احسن اقبال د نارووال په کنجروړ سيمه کې د خپل ګوند مسلم ليګ ن په يوه غونډه کې د ګډون لپاره تللی و چې يوه کس پرې بريد وکړ.

ځايي پوليسو بي بي سي ته ويلي، چې دغه غونډه د احسن اقبال له پلرني کلي سره نژدې وه

.

د ځايي پوليسو يوه مشر شهباز احمد بي بي سي ته ويلي، کله چې د احسن اقبال غونډه پای ته ورسېده، يوه کس پرې ډزې وکړې چې له امله يې نوموړی ټپي شو.

له بريد وروسته احسن اقبال د نارووال روغتون ته ولېږدول شو.

د احسن اقبال زوی يوه ځايي تلويزيون ته ويلي، د پلار روعتيايي حالت يې له اندېښنې وتلی او اوس په هوښ کې دی. نوموړي ويلي ډېر ژر به احسن اقبال لاهور ته ولېږدول شي.

پوليسو بريدګر نيولی خو تراوسه نه ده روښانه چې ولې يې پر احسن اقبال بريد کړی، پوليس وايي په دې اړه پلټنې روانې دي.

د پنجاب صوبي ویاند احمد خان بي بي سي ته د بريدګر نوم عابد ښودلی چې هلته د يوه نژدې کلي اوسېدونکی دی.

د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د کورنيو چارو پر وزير بريد غندلی او په دې اړه يې د پلټنو غوښتنه کړې ده.