غني برېښنایي پېژندپاڼه واخیسته، عبدالله یې مخالفت وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولسمشر محمد اشرف غني نن (پنجشبه، غویی ۱۳مه) کابل کې د لومړۍ برېښنايي پېژندپاڼې په ترلاسه کولو سره د الکترونيکي تذکرو د وېش لړۍ په رسمي ډول پېل کړه.

له دې سره ولسمشر غني لومړی افغان شو چې برېښنايي پېژندپاڼه ترلاسه کوي.

نوموړي د برېښنايي تذکرې اخیستو پرمهال وویل، پخوانۍ کاغذي تذکرې به هم تر هغو د باور وړ او وېشل به یې روان وي چې د الکترونیکي تذکرو لړۍ ټول هېواد ته غځول شوې نه وي.

خو د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د دې بهیر له پيلېدو وروسته وویل، د ملي وحدت حکومت مشران لا هم د برېښنایي تذکرو د وېش د پيلېدو په اړه اختلاف لري، او له همدې کبله دا پروسه مشروعیت نه لري.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې وویل، له ملي اجماع پرته د برېښنایي تذکرو وېش پیلول بحران ته بلنه ورکول دي.

د کورنیو چارو وزارت اړوند د تذکرو د وېش په یوه مرکز کې له ولسمشر سره د لومړۍ مېرمنې په ګډون ګڼو لوړپوړو دولتي چارواکو هم نن خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې.

ولسمشر غني د برېښنايي پېژندپاڼې اخیستو پرمهال وویل،‌ په یوویشتمه پېړۍ کې حکومتولي، اقتصادي وده او خدمتونه وړاندې کول له معلوماتو پرته نه ترسره کېږي. په الکترونیکي تذکرو دغو اسانتیاوو ته رسېدای شو.

نننیو مراسمو ته چې عبدالله عبدالله نه و ورغلی، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د پارلمان ګڼ نور غړي او چارواکي هم ورغلي وو او الکترونیکي تذکرې یې ترلاسه کړې.

درې میاشتې وړاندې کله چې د پیژندپاڼو د اخیستو لپاره نوم لیکنې کېدې اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له دې بهیر سره مخالفت ښودلی و، نوموړي ویلي و چې د پیژندپانو په وېش کې ملی اجماع ته اړتیا ده چې ټول باید ورسره موافق او یوه خوله وي اجراییه ریاست د پېژندپانو د وېش د بهیر د ځندېدو غوښتنه کړې وه.

ولسمشر وویل، برېښنايي تذکرې د ودونو د ثبت په څېر په مهمو او بنسټیزو مسلو کې اسانتیاوې رامنځ ته کولی شي.

 

ولسمشر غني پر خپل فیسبوک لیکلي، "زه نن په ډېر ویاړ او په څو مهمو دلیلونو د افغان تابعیت تذکره اخلم:

(اول) زه تذکره ځکه اخلم چې زه امنیت غواړم. په ګاونډ کې د خپل او پردي معلومول زموږ د کلتور د شفافیت برخه ده. مهاجرت، د نفوسو زیاتوالي او جنګي ډلو دا شفافیت متضرر کړی، اوس بې مسؤولیته وګړي په اسانه زموږ او تاسې ټولنې ته نفوذ کوي او په موږ کې ځان پټوي. تذکره به د معصومو افغانانو په منځ کې د مجرمانو د پټېدلو مخه ونیسي.

(دوهمزه تذکره ځکه اخلم، چې زه اقتصادي رفاه غواړم.

په اقتصاد کې پلانجوړونه د معلوماتو پر اساس کېږي، په یوه ملي ټولنه کې باید د هر وګړي عمر، جنسیت او موقعیت معلوم وي چې هر وګړي ته د هغه د غوښتنو او ضرورتونو پر اساس، د هغه تر درشله پورې اقتصادي خدمات ورسېږي.

(درېیمزه تذکره ځکه اخلم، چې زه عدالت او ټولنیز حقونه غواړم.

زه به عدالت او ټولنیز حقوق هغه وخت ترلاسه کړای شم چې په ټولنه کې زما شتون، هویت او موقعیت تشخیص وي او زه او ټولنه مې د هغو پر اساس د یوه او بل حقونه او وجایب وپېژنو.

زه د خپلې تذکرې په اخیستلو، د هېواد د ښې راتلونکي لپاره، دا لوی ملي پروګرام پیلوم او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له هر افغان وګړي غوښتنه کوم چې تذکره واخلي او د دې مهمې ملي پروسې ملاتړ وکړي."

 

نوموړي دا هم وویل،‌ "د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره د وروستیو ترهګریزو بریدونو له کبله نن ورځ غوره شوه.‌ ډېر امکان شته چې ځانمرګي بریدګر جعلي تذکره ولري. زما لپاره تر ټولو مهمه پرېکړه د وګړو د امنیت خوندیتوب دی. باید پوه شو چې څوک افغان دی."

ښاغلي غني وویل، د دې تذکرو پر مټ به افغانان د نړۍ له معیارونو سره خوا پخوا روان شي، دا به د جعلي تذکرو د ترلاسه کولو او په ډېرو مواردو کې د نا امنۍ مخه ونیسي.

د افغانستان د نفوسو احوال ثبت قانون په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا توشيح شو، خو دا چې ددې قانون له مخې په پېژندپاڼه کې د ملت او قوم نومونه نه لیکل کېدل ځینې اعتراضونه یې راوپارول، نو د حکومت لخوا وروسته سترې محکمې ته د تفسیر لپاره وړاندې شو.