وزیرستان کې د واده پر وراباڼيو چاودنې دوه تنه وژلي ۳۳ ژوبل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې د تحصیل غلام خان په سیدګۍ سیمه کې بېګا شپه د یوه واده پر وراباڼيو باروتي ګوله ورغورځول شوې چې پکې دوه تنه وژل شوي او ۳۳ نور یې ژوبل کړي دي.

د ځايي چارواکیو په وینا برید په نیمه شپه نېږدې یوه بجه د شندي ګل پر کور شوی دی او تر اوسه د پېښې په تړاو نه څوک نیول شوي او نه هم چا د برید ذمه واري منلې ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې چارواکيو ویلي چې د شمالي وزیرستان په میرام شاه تحصیل کې هم ناپېژانده وسله وال بېګا شپه د یوه ځايي کس عمر سعید پر کور ورختلي او هغه یې وژلی دی او خپله تښتېدلي دي

.

د چارواکیو او ځايي خلکو په وینا په شمالي وزیرستان کې روانه میاشت (اپرېل) پنځه هدفي بریدونه شوي دي او له تیرې اونۍ راهیسې په بېلا بېلو سیمو پنځه بمي چاودنې هم رپورټ شوي دي.

وزیرستانیان وايي چې په سیمه کې تر پوځي عملیاتو پس یې خپلې ټولې وسلې په خپله خوښه پاکستاني سرکار ته سپارلي دي خو بیا هم وسله والې حملې او بمي چاودنې ورباندې کېږي.

ځايي خلک وايي د پاکستانیو پوځي عملیاتو پس دولت په بیا بیا دعوه کړې، چې په وزیرستان کې یې امنیت راوستی دی او سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده خو په دا وروستیو کې هدفي بریدونو او بمي چاودنو ځايي ولس یوځل بیا اندېښمن کړی دی.

د اپرېل پر ۲۵ مه نېټه د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په میرعلي کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول، چې وسله والو ورسره هاته د پرامنه اوسېدلو وعده کړې ده، د نوموړي په وینا که د هغوس دغه ژمنه پوره شي، نو امن به خور شي. مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې د پاکستاني ریاست پر تګلارو هم نیوکې وکړې او غوښتنه یې کوله، چې نور دغلته خلکو ته پرامنه او څاوکاله ژوند ورکړي.