فرحت الله بابر: په پاکستان کې دې د ټولو صوبو د برابرۍ په بنیاد یو نوی اییني سپریم کوټ جوړ شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پخوانی سنېټر او وتلی سیاستوال فرحت الله بابر وايي، د صوبو ترمنځ د شخړو د هوارولو او په سیاست کې د هېواد د عدالتونو د لاسوهنې د مخینوي لپاره دې یو نوی اییني سپریم کوټ جوړ کړای شي.

د پاکستان د روانو سياسي حالاتو په هکله ښاغلي بابر وې او اې ډيوه ته وويل

:

(يوه نوې مفکوره رامنځ ته شوې ده چې د عدليه سره تړلي ججان واي پارليمان نه بلکه ايين بالادست دی نو کچېرې دغه هم وومنل شي چې ايين بالادست دی بيا هم د يو نوي اييني سپريم کورټ د جوړولو ته اړتيا لرو.)

د فرحت اله بابر په وينا د صوبو تر مينځ ډېرې اييني جگړې موجود دي او د نوي اييني سپريم کورټ جوړښت د صوبو د برابرۍ په بنياد ځکه پکار دی کچېرې داسې ونه شي نو بيا به هم په عدليه د يوې صوبې بالادستي وي چې د ملک او نظام د پاره د خطرې نه خالي نه ده.

ښاغلي بابر وويل کال ٢٠١٨م د انتخابونو کال دی او د خپل گوند پيپلز پارټۍ په شمول په ټولو سياسي گوندونو غږ کوي په خپل منشور کې دې د جوډيشل ريپارمز يا عدالتي اصلاحاتو خبره په ډاگه وکړي او واي چې د ايين د دفعه ٦١-ف او دفعه ١٨۴-٣ د تشريح غوښتنه دې په سر کې وکړي.

د دې دفعاتو د تشريح په اړه هغه واي چې د ايين غلط تشريح روان دی او په دې بنياد يې د پيپلز گوند پخوانی وزير اعظم يوسف رضا گېلاني کور ته ولېږلو او که د اسمبلۍ وخت نه وی پوره شوی نو ورپسې د گوند بل وزير اعظم پروېز اشرف هم د نااهلۍ په نوم کور ته لېږل کېده.

ښاغلي بابر وويل د نواز شريف کور ته لېږل او عمري نااهله گرځول د دفعه ٦١-ف د لاندې وشول که څو هم د پيپلز پارټۍ په تېر حکومت کې صدر زرداري د نواز شريف نه د دې متنازعه دفعاتو په ختمولو کې مرسته وغوښتله خو نواز شريف ونه منله.

ښاغلی بابر واي په ايين کې د اتلسم بدلون خو د اسمبلۍ د ماتولو اختيار د صدر نه واخستلو ځکه چې دفعه ٢٥٨-ب يې له مينځه يوړو او دا اختيار يې پارليمان ته ورکړو خو اوس مقتدره قوتونه د عدالتونو د لارې منتخب حکومتونه واک ته نه پريږدي. هغه وويل چې د دفعه ٦١-ف لکه د تورې د پارلمان په سر ځنگيږي.

فرحت الله بابر واي د دفعه ١٨۴-٣ بيا کتنه ډېره مهمه ده ځکه چې سپريم کورټ له خپله انده فيصله کول که په يوه خوا ښه عمل دی چې د بشري حقونو د خوندي ساتلو ضمانت دی نو د بلې خوا په سياسي بنيادونو د داسې دفعاتو کارول د بنيادي بشري حقونو پايمالي هم ده.

هغه وويل د بدبختۍ نه اوس خپل اندې فيصلې يا سوو موټو اقدام د بشري حقونو په بنياد نه اخستل کيږي او چې کله سپريم کورټ په يوه معامله فيصله وکړي نو د اپيل حق پاتې نه شي چې د بنيادي انساني حقونو خلاف ده.

ښاغلی بابر واي ووه کاله وړاندې د انټر نيشنل کورټ اف جسټس يا اي سي جی يو وفد پاکستنان ته راغلی و او د وکيلانو، ريټايرډ ججانو او د بشري حقونو د تنظیمونو د غړو سره کتنه کړې وه او د عدالت د خپل اندي فيصلو په اړه يې پلټنې کړې وې. هغه واي وفد په دې نتيجه ورسيده چې په پرېس کانفرنس کې د خپل اندې اخستل شوې فيصلې د ججانو په سر کې د يوې نشې سره تعبير کړي. خو ججانو په جواب کې دا دليل راوړو چې عام اولس په دې خوشحاله دی ولې فرحت الله بابر واي دا قسمه فيصلې فقط د ميډيا د توجه راگرځولو د پاره کيږي.