پشتین: هغو خلکو قانون مات کړی چې پر موږ د خیانت تور لګوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سلګونو مېرمنو په ګډون زرګونه کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې غونډې ته چې د سوات په کبل سیمه کې جوړه شوې وه، د ګډون له پاره ورغلل.

د غورځنګ مشرانو یوځل بیا له چارواکو د خپلو غوښتنو پوره کېدل وغوښتل چې له پښتني سیمو نه د پوځ ایستل او د تري تم شویو وګړو موندل او خوشې کول یې تر ټولو مهمې دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته وینا کې وویل، 'د پښتنو، پنجابیانو، بلوڅو او سندیانو تر منځ د اساسي قانون خپلوي ده

. '

نوموړی وايي، ټولې غوښتنې یې له قانون سره سمې دي. منظور پشتین وايي:

'هغه چې پر موږ د غدارۍ تور پورې کوي، خپله (غدار) دي، ځکه څو ځله یې قانون مات کړی دی. '

غونډه کې یو شمېر کسانو تصویرونه او لوحې لېږدول، چې پرې د دوی په خبره د بې درکه شویو کسانو نومونه او تصویرونه ټومبل شوي وو. دوی له حکومته غوښتل، چې د دغو کسانو موندلو لپاره اقدامات وکړي.

منظور پشتین غونډې ته وینا کې وویل، 'اوس هم د سوات خلک د ترهګرۍ ښکار دي، چې په وینا یې یوازې بڼه یې بدله شوې ده. ' د هغه په وینا 'اوس هم د سوات تعلیمي ادارو کې مورچلونه جوړ شوي دي، چې دا د منلو نه دي. '

ښاغلی پشتین وايي، وزیرستان کې یو ځل بیا د طالبانایزیشن لپاره لاره هوارېږي، خو په خبره یې دوی به اوس د داسې کړنو اجازه ور نه کړي.

دوی دغه راز له پوځ نه وغوښتل چې په بشپړ ډول له سوات نه ووځي. له دغې غونډې سره جوخت، د پاکستان د حکومت پلویانو هم یوه ناسته وربللې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ناسته کې شاوخوا ۶۰۰ ښځو هم ګډون کړی و، چې ادعا یې کوله د کورنیو غړي یې تري تم شوي او دوی یې له دې غورځنګه د څرک لګولو په تمه دي.

 

ددغې غونډې خبري پوښښ ته زموږ ورغلی خبریال اظهارالله ته د سوات د پولیسو یوه چارواکي خان خلیل ویلي و، د غونډې د امنیت ساتلو لپاره سلګونه امنیتي کسان ګومارل شوي او درې امنیتي کمربندونه جوړ شوي.

ددغه غورځنګ یوه مشر عالم مسید د سوات دړګي سیمې اداره تورنه کړه چې د ناستې ځای ته یې د خلکو د ورتګ د مخنیوي لپاره دوه سوه پوځي ګاډي ځای پرځای کړي، خو غونډې ته د خلکو ورتګ مخنیوي خبرونه تایید شوي نه دي.

د ناستې ځای ته سلګونه ښځې هم ورغلې، چې ځینې یې د خپلو ورکو شویو دوستانو او د کورنو د غړو لیکل شوي نومونه ورسره لېږدوي.

د ناستې ځای ته د ننوتلو دروازو کې هم پولیس او امنیتي ځواکونه دي او هر ورتلونکی ټینګ تلاشي کوي.

د دغه غورځنګ غړي هم هر ورتلونکی کس تلاشي کوي.

دا ناسته د کبل په نامه هغه لوبغالي کې ده، چې څو کاله وړاندې طالبان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هغوی د ځورونو سیمه وه.

د منظور پشتین په مشرۍ دغه غورځنګ په دې وروستیو کې د پېښور او لاهور په ګډون نورو سیمو کې هم لویې غونډې کړې او له حکومته د ورکو شویو پښتنو را خوشي کول او په پښتنو سیمو کې د دوی په وینا، د خلکو د کړولو درول غواړي.

پرون په سوات کې د دغه غورځنګ پر ضد د ''پاکستان زنده باد'' په نامه یوې ډلې غونډه کړې وه، چې د پښتون- ژغورنې غورځنګ د ادعا له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې یې ملاتړ کوي.

د غورځنګ یوه مشر محسن داوړ وویل، سیالې ډلې یې د دوی د غونډې د وخت او ځای په اړه هم ناسم مالومات خپاره کړي وو، چې د هغه په وینا پښتانه باید پرې تېر نه وځي:

''په سوات کې ځینو شرخوښو ځینې داسې معلومات خپره کړي وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه به ځنډېږي، چې دا خبر یې بابیزه دی.''

پرون د دوی په سیاله غونډه کې د پښتون- ژغورنې غورځنګ پر مشرانو بیا د افغانستان او هند له څارګرو ادارو نه د ملاتړ د تر لاسه کولو تور پورې شو.

 

په دې نه کيږي چې ته به راته لارې بند کړې اوس به حق ته حق وايې نو ځان به خلاصوې بله دې يوه لاره هم نشته

زه په لاره قدم نه ږدمه سينه ږدم

یوه ټیوټر کارن لیکلي، لسګونه پوځي ګاډي د ناستې ځای ته د ورغلو لارو په تلاشۍ ځایونو کې ولاړ دي او خلک نه ورپرېږدي.

 

خو د پښتون- ژغورنې غورځنګ وړاندې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له پرلتونو او احتجاجونو وروسته د پاکستان پوځ په قبایلي سیمه مومند اېجنسۍ کې خپلې څه باندې نیمايي پوستې تړلې دي.

وړاندې پوځ په دیر ولسوالۍ کې هم ورته ګام پورته کړ او د خپلو څوکیو ولکه یې ځايي امنیتي ادارې ته ورسپارله.

د اپرېل پر ۲۵مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وویل، پښتنو مشرانو له ۱۵ کلونو راهیسې پستې خبرې کوي، خو څوک یې نه اوري، ځکه دا غورځنګ د خپلو حقونو غوښتلو لپاره ترخې خبرې کوي.

منظور پشتین دا خبره، په هغه جرګه کې وکړه چې د حکومت په غوښتنه د دوی د ستونزو اورېدلو لپاره قومي مشرانو جوړه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د دې جرګې ترمنځ د خبرو اترو لړۍ له مشرانو سره د هماغې جرګې پرمهال قبایلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې پيل شوه.

منظور پښتین وايي، د پنجاب په لاهور کې د دوی تر ولسي غونډې څلور ورځې وړاندې د ځينو قبایلي مشرانو په استازيتوب یوه جرګه کې پوځ له دوی سره ژمنه کړې وه، چې پر دوی به تشدد نه کوي او غونډې ته به يې پرېږدي.

ښاغلی پښتین وايي، بیا هم دوی په لاهور کې د دوی فعالان ان ښځې لا ونیولې، تشدد يې پرې وکړ او ويې ځورولې.

پښتون ژغورنې غورځنګ د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۲ مه نېټه کراچۍ کې د غونډې اعلان کړی دی.