۶۵ کاله وروسته د شمالي کوریا یو ولسمشر جنوبي کوریا ته ولاړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د شمالي کوریا رهبر کیم جون اون، د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جاین، سره د لیدنې په پار د دواړو کوریاګانو پر پوله پلی ورواوښت.

ښاغلی کیم او ښاغلی جاین به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ناپوځي سیمه کې سره وګوري. د شمالي کوریا رهبر د دغه هدف لپاره د اوربند له لیکي د جنوبي کوریا خاورې ته ور اوښتی دی.

کیم جونګ اون د شمالي کوریا لومړنی رهبر دی چې په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا له جګړې وروسته جنوبي کوریا ته سفر کوي

.

په دغه سفر کې د شمالي کوریا یو شمېر لوړپوړي چارواکي او په ځانګړي ډول د ښاغلي کیم خور له هغه سره ملتیا کوي.

ښاغلي جاین د دواړو کوریاګانو پر پوله د شمالي کوریا د رهبر هر کلی ته ولاړ و. دواړو مشرانو د شمالي کوریا خاوره کې پل کېښود او بېرته د جنوبي کوریا خاورې ته واوښتل.

ښاغلي کیم له ښاغلي جاین سره د لیدنې پر مهال له پولې د اوښتو چاره د ځغاستې د سیالۍ له پایلیکې تېرېدو سره پرتله کړه.

د جنوبي کوریا ولسمشر د ښاغلي کیم دا ګام د زړورتیا نښه او تاریخي وباله.

د کوریا ټاپوزمې ناټومي کول او د هغې جګړې رسمي پای ته رسول چې ۶۵ کاله وړاندې د یوه اوربند له مخې درول شوې ده، د دواړو مشرانو د لیدنې اصلي هدفونه ښودل شوي، خو په دغه لیدنه کې به په یو لړ موضوعاتو په ځانګړي ډول په شمالي کوریا کې د بشر حقونو پر مسلو خبرې اترې ونه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دا وروستیو کې په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا له رهبر سره لیدلي دي.

همدارنګه پتېیل شوې چې ښاغلی کیم به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره هم وګوري خو د دغې لیدنې ځای او نېته لا په ګوته شوې نه ده.

د دواړو کوریاګانو د مشرانو تر لیدنې لږ څه وړاندې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او کیم جونګ اون د پټې لیدنې عکسونه پر ټوېټر پاڼه خپاره کړل.