افغان حکومت د سردار داود خان لومړنۍ 'یاد غونډه' جوړه کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت په لومړي ځل د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان د څلوېښتم تلین یاد غونډه جوړه کړه.

دغه مراسم د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون په تالار کې نیول شوي وو چې د تالار په دېوالونو د سردار محمد داود خان د کورنۍ د غړو انځورونه چې د ۱۳۵۷ کال د غوايي د اومې په کودتا کې وژل شوي وو، هم ځړول شوي وو.

ښاغلي غني یاد غونډې ته پخپلو خبرو کې یو ځل بیا د هغه پړاو پر بشپړاوي ټینګار وکړ چې دی یې د امان الله خان او داود خان نابشپړ څپرکی بولي

.

غازي امان الله خان په ۱۹۲۰ کال کې د افغانستان پاچا و او داود خان هم په ۱۹۷۳ کال کې شاهي نظام په جمهوري ریاست واړاوه.

د ښاغلي غني په خبره، دغو دواړو کسانو هڅه وکړه په افغانستان کې بنسټیز بدلونونه راولي، خو بریالي نه شول.

د ښاغلي غني په ټکیو، د یادو دوو کسانو موخو ته تر ۲۰۴۷ کاله د رسېدو لپاره، چې د افغانستان له جوړېدو درې پېړۍ پوره کېږي، یوې ملي اجماع ته اړتیا ده.

هغه پخپلو خبرو کې په اشاره وویل، بدلون راوستل تل زور او کودتا ته اړتیا نه لري. ښکاري چې د هغه اشاره د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د ثور د اومې کودتا ته وه چې د خلق ډیموکراټیک ګوند پکې له داود خان څخه واک واخیست او هغه یې وواژه.

د انځور حقوقARG

د سردار محمد داود خان وراره نادر نعیم پخپلو خبرو کې وویل، سردار محمد داود خان د روانۍ ۴۰ کلنې جګړې لومړني قربانیان دي او د خپلې کورنۍ وژونکو ته په مشروط ډول بخښنه کوي:

"زه غواړم چې نن د تاسو او د افغانستان د ملت په وړاندې لومړنی ګام واخلم او هغه دا دی چې زه نادر نعیم د خپلې شهیدې کورنۍ یوازیني وارث په توګه چمتو یم چې د خپلې کورنۍ قاتلین وبښم، خو هغوی هم باید له افغانانو بښنه وغواړي."

داود خان په ۱۳۵۲ هجري لمریز کال کې د یوې سوله ییزې کودتا له لارې واک ته ورسېد او په افغانستان کې یې سلطنتي نظام ته پای ور کړ.

نوموړی په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې د خلق ډیموکراټیک ګوند په یوه خونړۍ کودتا کې د خپلې کورنۍ له ۱۶ غړو سره ووژل شو.

د سردار محمد داود خان او د هغه کورنۍ جسدونه کابو لس کاله وړاندې د کابل په ختیځ د څرخي پله سیمه کې په یوه ډله ییز قبر کې وموندل شول او په کابل کې د سکاټ پر غونډۍ خاورو ته وسپارل شول.