منظور پښتون: مزاکراتو ته له کوټې تر چتراله نماینده کمېټۍ جوړوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايي ، د مزاکراتو لپاره به له کوټې تر چتراله یوه نماینده کمېټۍ جوړوي.

منظور پښتون بېګا د فېسبوک له لارې ولس ته په وینا کې وویل چې دا خبره یې د پنجشنبې په ورځ هغې جرګې ته کړې ده کومې چې له دوي څخه د مزاکراتو په اړه پوښتنه کړې وه.

نوموړي د چارشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ د جمرود په شاکڅ کې د پښتون قومي جرګې په نامه جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه

.

د هغې غونډې کوربه او له خیبره د قومي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپرېدي وویل ، داسې یو جرګه جوړوي چې د حکومت او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

منظور پښتون دې جرګې ته د ورکړي ځواب په اړه وویل، “موږ ورته وویل چې موږ یو داسې کمېټۍ جوړوو چې په هغه کې د جنوبي پښتونخوا ، قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا د هرې ضلعې نماینده کسان ناست وي.”

نوموړي وویل چې دا کمېټۍ به د دې خبرې پرېکړه کوي چې پښتون ژغورنې غورځنګ څه ډول مزاکرات کوي او له چا سره یې کوي.

ده وویل چې کله دا کمېټۍ جوړه کړي نو به یادې جرګې ته حال ورکړي خو دا یې ونه ویل چې کمېټۍ به تر څه وخته جوړه شي.

منظور پښتون په عین حال کې په سیند صوبه کې د خپلو ملاتړو د نیول کېدو پرضد په هغو ټولو ښارونو کې د پنجشنبې په ورخ د پرامن احتجاج اعلان کړی دی چې یاد غورځنګ پکې ملاتړي لري.

نوموړي د خپلو نیول شوو ملاتړو نومونه یاد کړل او ویې ویل چې ریاستي ادارو دا کسان نیولي او پر هغوي تشدد کوي.

ده وویل، “دوي کریم پرهر ، عطا اپرېدی ، ډاکټر برکت الله برکي ، ګل باز ، زین العابدین ، عمر ریاض ، افتاب اشرف او بلاول بلوڅ. بیا چې کومو کسانو د دوي د خلاصون لپاره احتجاج وکړ نو په هغوی کې یې یاسر ارشاد ، فاریس راج ، شېرازي او جلال خان.”

د کومې ریاستي ادارې له خوا تر اوسه د دې کسانو د نیولو په اړه د منلو یا نه منلو څه رسمي خبر مخې ته ندی راغلی.

منظور پښتون وویل ، که څه هم د ده په وینا ، ریاستي ادارې ورته خنډونه جوړوي خو بیا به هم د سوات په قبل کې د اپرېل پر ۲۹مه اعلان شوې جسله پر خپل وخت نېټه تر سره کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر سوات وروسته د مې میاشتې پر ۱۲مه نېټه په کراچۍ کې د لویې ولسي غونډې کولو اعلان کړی دی.

دا ورځ په دې اړه مهمه ده چې د ۲۰۰۷م کال د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې د هغه وخت د چیف جسټس افتخار محمد چوهدري د بحالۍ پر تحریک وسله وال بریدونه شوي وو چې په یوه ورځ تر ۴۰ زیات پښتانه پکې وژل شوي وو.

د پاکستان د هغه وخت پوځي واکمن پروېز مشرف په هم هغه ورځ په اسلام اباد کې یو غونډې ته د وینا پر مهال داسې وینا کړې وه چې پښتنو ملت پالو په کراچۍ کې پر ولس د شوو ډزو په خوشالي تعبیر کړې وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ وار له مخه له اوسني حکومته غوښتنه کړې ده چې په متحده عرب اماراتو کې ناست پروېز مشرف به هم عدالت ته وړاندې کوي.