د روسیې دفاع وزارت وايي، اسراییل د لبنان له فضا د سوریې یوه حکومتي اډه په توغندیو ویشتلې ده.
سهار وختي د سوریي حکومتي رسنیو وویل، د دغه هېواد پر یوه هوايي ډګر توغندیز برید وشو.
دا رسنۍ وایي، په برید کې مرګ ژوبله اوښتې او د دغه هېواد دافع هوا فعاله شوې ده
.
د سوریې د حالاتو یو څارونکی بنسټ وايي، په برید کې د ایرانیانو په ګډون څوارلس وسلوال وژل شوي دي.
د پېښې پوره رپوټ لا نشته او نه هم دا رپوټ په خپلواک ډول تایید شوی دی.
د سوریې دولتي تلوېزون د حمص ښار په تي څلور هوايي اډه کې د درنو چاودنو د غړمبار اورېدو خبر ور کړ.
سانا خبري اژانس هم وايي، چې پر تیفور هوايي ډګر هم څو توغندي غورځېدلي دي.
دا برید له هغه وروسته دی چي تيره ورځ د سوریې دوما ښار کې- چې د مخالفانو ولکه کې دی- د کیمیايي برید خبر خپور شو.
امریکا د دغه برید مسوولیت د سوریې پر حکومت واچاوه.
دغه برید ته پراخ نړیوال غبرګون وښودل شو.
د امریکا او فرانسې ولسمشرانو ګډ بیان کې وویل، چې دغه ادعايي برید ته به په ګډه "همغږی او کلک ځواب" ور کړي.
د امریکا ولسمشر په یوه ټویټ کې د سوریې ولسمشر بشار اسد "څاروی" وباله.
ډونلډ ټرمپ خبرداری ور کړ چې بشار اسد به له خپلو ملاتړو"ایران او روسیې" سره د دې برید "درنه بیه" ور کړي.
امریکا دغه برید کې لاس لرل ردوي
د تېر کال اپرېل کې امریکا د سوریې پر شعیرات هوايي اډې توغندیز برید وکړ.
دا له هغه وروسته و چې امریکایي چارواکو د سوریې دولت د ادلب په خان شیخون ښار کې پر کیمیایي برید تورن کړ.
دوی خپل توغندیز برید د بشار اسد حکومت ته د سزا ورکولو لپاره "مناسب" غبرګون وباله.
د سوریې دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ( د اپرېل نهمه) په لومړیو کې پر هوايي ډګر دا برید د امریکا کار وباله، خو وروسته یې د امریکا نوم ترې لرې کړ.
په ورته مهال رویټرز خبري اژانس ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، چې د سوریې پر دولتي ځواکونو د امریکا د هوايي بریدونو رپوټونه سم نه دي.
د پنټګان ویاند کریستوفر شرووډ هم په یوه بیان کې ویلي، چې هېواد یې پر سوریه هوايي برید نه دی کړی:
"موږ وضعیت څارو او په سوریه یا نورو سیمو کې د کیمیايي وسلو د کارونونکو د پېژندلو د روانو ډيپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوو."
اوس د امریکا په څېر د سوریې حکومت هم د دغه برید پړه پر اسراییل اچوي.
کیمیايي برید
رسنۍ وايي، پر دوما ښار د شنبې ورځې برید کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
د سپن خولیو په نوم مرستندویه ډلې یوه ویډیو پرلیکه کړې چې په یوه کور کې د سړيږ، ښځو او ماشومانو مړي پراته دي او له خولو یې ځګونه روان دي.
خو لا هم کره شوې نه ده چې څه پېښه شوې ده او نه د وژل شویو کسانو شمېر پوره معلوم دی.
خو سوریه او روسیه په دغه سیمه کې د کیمیايي برید ردوي او له دوما د وتلو لپاره یې له وسلوالو سره تړون کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي د دوشنبې ناسته کې پر دغه موضوع خبرې وکړي.