ولسمشر غني: د خوست-جرمني ترمنځ هوايي لار پرانیځم

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر وايي، بهر ته د خوست، پکتیا او پکتیکا د ځڼغوزیو د لېږدولو لپاره به د خوست او جرمني ترمنځ هوايي لار پرانیځي.

محمد اشرف غني د خوست هوايي ډګر کې د پروژو پرانیستې پر مهال دا ژمنه وکړه.

د هغه په خبره، په دغه ګام سره به ځايي خلکو ته د ځنغوزیو ګټه ډېره شي

.

"د خوست ځڼغوزي، پکتیا ااو پکتیکا ځلغوزي په نړۍ کې لومړنۍ درجه دي خو ولس ترې ګټه نه اخلي".

له خوست څخه جرمني ته د هوا له لارې د ځڼغوزیو د لېږدولو خبره په داسې مهال ده چې لا هم خوست هوايي ډګر تر اوسه کورنۍ الوتنې نه لري او کارونه یې لومړي پړاو کې بلل کېږي.

تېر دوبی د کابل او کندهار نه ډېلي ته د افغان مېوو د رسولو لپاره هوايي لار پرانیستل شوه.

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته په رسېدلو سره هوايي ډګر کې د ځغل لیکې د پرانستې ترڅنګ د هوايې ډګر د رادار سيستم او د هوايي ډګر د داخلي سړک د جوړولو بنسټ ډبره کېښوده.

‏د ارګ فیسبوکپاڼه کې لیکل شوي: "د خوست د هوايي ډګر رنوې ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري چې تر ۷۲۹ ميليونه افغانيو زیات لګښت پرې شوی دی."

په سیمه کې د بي بي سي خبریال احمد شاه وايي، ولسمشر هوايي ډګر کې د دې پروژو د بنسټ ډبرې اېښودلو وروسته اسماعیل خېل مندوزیو ولسوالۍ ته روان شو، چې د ۱۳ زره کورنيو لپاره د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبره کېږي.

له خوست سره نیمګړې ژمنې

ولسمشر غني د ولسمشرۍ ټاکنو کې د خوست له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې واک ته په رسېدلو سره به دغه ښار په برېښنا روښانوي او هوايي ډګر به ورته پرانیځي.

خو د نوموړي د واک څو کلونه کېږي، بیا هم دغه ښار ته برېښنا رسېدلې نه ده او د منځنۍ اسیا د وارداتي برېښنا غځولو کار نږدې اویا سلنه بشپړ شوی بلل کېږي.

که څه هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال د خوست هوايي ډګر د ځغللیکې پروژه پیل شوې وه، خو د اشرف غني په واکمنېدلو سره د خوست هوايي ډګر پروژه هم وځنډول شوه.

دا پروژه پر ۲۰۱۶ کال بیا پیل شوه او له نږدې څوارلسو میاشتو کار وروسته بشپړه شوه.

که څه هم تېر نومبر د خوست هوايي ډګر ځغل لیکه باندې اول ځل الوتکه کېناسته، خو ځینې مدني فعالانو ویل چې دې پروژه کې فساد شوی او ستونزې لري.

ولایتي سفرونه او نیوکې

افغان ولسمشران پخوا په ولایتونو کې لنډ وخت پاتېدلې، خو ولسمشر غني څه مهال مخکې هرات کې څلور ورځې پاتې شو.

نوموړی تېره اونۍ پکتیا کې هم دوه ورځې اړولي و.

پر ښاغلي غني نیوکګر دا سفرونه وار مخکې ټاکنیزه مبارزه او د خلکو سره د ځان نږدېوالي لپاره بولي.

خوست ته د غني د رسېدلو سره هممهاله ځینې کسانو پرلت کړی او وايي، چې نوموړی له دغه و لایت تللی نه وي، دوی به خپل اعتراض جاري ساتي.

ټاکلې ده راتلونکی لمریز کال د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې وشي.