منظور پښتین: موږ یوازې د ملت استازي یو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور ناستې ته خبرو کې وویل، د پاکستان پوځ ردالفساد عملیاتو وکړل، خو دغه غورځنګ ردالفساد لاریون کوي.

منظور پښتین وویل چې دی د زور زیاتي خلاف دی، که هغه هر څوک وي.

ده دا هم وویل چې دوی یوازې او یوازې د ملت استازي دي. او د عامو جګړه ځپلو پښتنو غږ پورته کوونکي دي

.

ده د خلکو له هوډ ستاینه وکړه ویې ویل چې همدغه د خلکو هوډ تر دې ځایه را رسولي او خپلې دې مبارزې ته به تر هغه دوام ورکوي چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې.

دوی په غوښتنو کې دا هم ویلي چې احسان الله احسان او جنرال مشرف به محکمې ته راکشوئ.

ده وویل چې یوازې په دوو ساعتونو کې د ۲ زرو ورکو شویو کسانو خپلوانو نومونه ورسره ثبت کړي دي. او تر هغو چې د دغو کسانو په هکله معلومات نه وي ورکړل شوي، دوی به مظاهرو ته دوام ورکوي.

نوموړي د پېښور په رېنګ روډ له سرحد پوهنتون سره نږدې غونډې ته وینا کې دا خبره وکړه، چې ویل کېږي تر شلو زرو پورې کسانو پکې ګډون درلود.

پېښور کې زموږ همکار اظهار الله وايي، د غونډې ځای کې اېښودل شوې څه باندې پنځه زره څوکۍ ډکې شوې او خلک په ډګر کې هم ناست دي.

له ردالفساد عملیاتو څخه د منظور پښتین اشاره د پاکستاني پوځ هغو عملیاتو ته وه چې ټول پاکستان کې یې د وسلوالو د له منځه وړلو لپاره پیل کړي و.

په ټولنیزو رسنیو د دغو مظاهرو په هکله ځینې غبرګونونه:

د نرګس خټک په نوم یوه فعاله لیکي چې له ټول هېواده خلک په دغو مظاهره کې د ګډون لپاره راغلي وو او د دوی مظاهرې به تر هغه دوام وکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

 

پښتون|افغان حق لری چه په خپل وطن کښ د پردیو له خوا تپل شوی جنګ او دهشت ګردۍ خلاف راپاڅی او د کرښې دواړو خواو ته د امن غږ پورته کړی . د پاکستان افغان پالیسی د دې جنګ د ملا تیر دې. ک دغه پالیسی نه بدلیږی نو بیا پښتون|افغان ته خپل غل معلوم دې.

دا عملیات له هغه وروسته و چې د تېر کال پرورۍ کې د سیند ایالت په سېون کې په یوه زیارت کې چاودنه وشوه.

خو منظور پښتین وویل، چې د پاکستان پوځ په لاهور کې رد الفساد په نوم عملیاتو کې پښتانه وځورول، خو دوی به هلته د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي.

د هغو علمیاتو پر مهال لاهور او نورو سیمو کې له پښتنو غوښتل شوي و چې ځانونه له حکومت سره راجسټر کړي.

دغې چارې غبرګون هم وپاراوه او د عمران خان په ګډون ځینې سیاستوالو دا غوښتنه له پښتنو سره توپیري چلند وباله.

منظور پښتون دا هم وویل، چې د پاکستان پوځ سوات کې د راحت نجات په نوم عملیات وکړل، خو دوی به د راحت نجات په نوم مظاهرې وکړي.

منظور پښتین دا هم وویل، تر هغه به دا هڅې او لاریونونه جاري ساتي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي.

"زموږ مقابل کې به مخالفتونه ډېرېږي، خو موږ به له خپلو هڅو لاس نه اخلو

"که لارې مو په مخ وتړل شي، په پښو به ځو، ګه باران وي که ګرمي خپله هڅه به کوو."

په دې غونډه کې د ورکو یا وژل شویو کسانو کورنیو هم ګډون کړی او غونډه کې یې د خپلو وژل شویو کسانو انځورونه پورته کړي و.

یوې ښځې بي بي سي ته وویل چې د څلورو پنځو کلونو ماشومانو ته ناسته ده.

"موږ تبا شوي یو، زوی یې را ته شهید کړی دی، بل یې رانه بوولی دی، محتاج یو او ډېر زیاتی را سره شوی دی."

هغې وویل، له کونډو او یتیمانو سره څه وکړي، او بچي ته یې څه ځواب ور کړي چې پلار یې ولې نشته.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مخکښې غړې ثنا اعجاز بي بي سي ته وویل، چې دا ډول مېرمنې له قبایلو او پښتونخوا سربېره ان له بلوچستان هم راغلې دي.

 

"له جنوبي پښټونخوا مومند ایجنسۍ، خیبر ایجنسۍ او ان پنجاب نه هم ځینې مېرمنو ګډون کړی دی."

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ غړي علي وزیر پر پاکستاني پوځ تور ولګاوه چې د وسلوالو طالبانو د شړلو په پلمه یې د وزیرستان د خلکو کورونه وران کړل.

"تا زما خوندې سرتورې کړې، تا زما میندې بورې کړې تا مې ځوانان ووژل او بوډاګان دې ووژل."

هغه وویل، چې پوځ به له "پاکې پښتنې" خاورې وشړي.

په وزیرستان کې له وسلوالو طالبانو مخکې د پاکستان پوځ نه و، خو د دغو وسلوالو د شړلو په پلمه اوس هلته پوځ مېشت شوی دی.

منظور پښتین له هغه وروسته دا غورځنګ پیل کړ چې د جنورۍ میاشتې وروستیو کې یو پښتون ځوان کراچۍ کې مړی وموندل شو.

پولیسو ویل نقیب مسود له دوی سره په نښته کې وژل شوی، خو کورنۍ یې ویل له هوټل یې پورته کړی او وروسته یې وژلی دی.