ترکیه څه کم ٦٠٠ افغان مهاجر شړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې نږدې ٦٠٠ غیر قانوني افغان مهاجر بیرته افغانستان ته واستوي.

ترکي مقاماتو ویلي چې دغه افغان کډوال "په افغانستان کې د روانو تروریستي او اقتصادي ستونزو" په وجه د ایران له لارې ترکیې ته تللي چې امنیتي ځواکونو نیولي او د مهاجرت د چارو مقاماتو ته یې سپارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د دغو ٥٩١ افغان مهاجرو د ایستلو پروسه د ترکیې په ارزوروم ولایت کې بشپړه شوې او د شنبې او یکشنبې په ورځ به په الوتکو کې کابل ته ولیږل شي

.

د ترکیې د کورینو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د غیر قانوني مهاجرو د ایستلو پروسه زمونږ په نورو ولایتونو کې هم بشپړه شوې، د مهاجرو شړل به چټک شي او په راتلونکو ورځو کې به هم دوام وکړي".

د بشري حقونو ډلو د ترکیې پر حکومت انتقاد کړی دی چې پدې هیواد کې میشت مهاجر افغانستان او نورو هیوادونو ته لیږي. دوی وایي چې پدې کار سره د مهاجرو ژوند د گواښ سره مخامخ کوي.

د ترکیې د حریت ورځپاڼې په همدې اونۍ کې لیکلي وو چې پدې وروستیو میاشتو کې شاوخوا ٢٠ زره افغان مهاجر چې اسناد نلري د څو ورځو پلي مزل وروسته د ترکیې ارزوروم سرحدي ولایت له لارې دغه هیواد ته رسیدلي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د ٢٠١٨ کال د پیل راهیسې ١٧٨۴٧ بی اسنادو افغان مهاجر نیولي دي. په همدغو دریو میاشتو کې ٩۴٢٦ سوریایي ٥٣١١ پاکستاني او ۴٢٧٠ عراقي مهاجر هم په غیر قانوني توگه ترکیې ته اوښتي دي.

امنیتي چارواکي وایي چې انساني قاچاقبران د هر یو کس نه شاوخوا ٥٠٠ ډالره اخلي او ډله ډله مهاجر ترکیې ته انتقالوي.

د حریت ورځپاڼه لیکي چې د ترکیې د امنیتي ځواکونو د تحقیقاتو په بنسټ افغان مهاجر چې اسناد نلري په عمومي توگه د استانبول ښار په "کوکمصطفی پازا" سیمه کې په اصطلاح "امن" کورونو کې اوسیږي چې کرایه یې په میاشت کې شاوخوا ۳۰۰ ډالره ده.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې دغه افغان مهاجر ځینې غیر قانوني کارونه هم کوي چې پکې غلا، او حتی د پیسو په بدل کې جنسي سؤ استفادې ته هم غاړه ږدي او بیا په هغو پیسو چې د غیر قانوني کارونو له لارې یې ترلاسه کوي د بلغاریا له لارې اروپا ته مخه کوي.