محمد بن سلمان: عربستان او اسراییل ګډ دوښمن لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له اسراییل سره د راتلونکو احتمالي همکاريو په تړاو ویلي، ریاض او تل ابیب ګډ دوښمن لري.

نوموړي له امریکايۍ اونیزې ټایم سره په مرکه کې د ایران پر وړاندې له اسراییل سره د لاس یو کولو په اړه زیاته کړې:

"موږ ګډ دوښمن لرو"

د محمد بن سلمان تر ولیعهد ټاکل کېدو وروسته د سعودي عربستان په کورني او بهرني سیاست کې پراخ بدلونونه راغلي دي چې په سعودي عربستان کې ښځو ته د یو لړ مدني ازادیو پر ورکړې سربېره یې په بهرني سیاست کې اسراییل ته نږدې کېدل او برعکس له ایران سره د شته واټن لا زیاتېدل یې د یادونې دي.

محمد بن سلمان له اسراییل سره د اړیکو په اړه دا هم ویلي چې دواړه هېوادونه په بېلو اقتصادي برخو کې د همکاریو بالقوه فرصتونه لري.

نوموړي پخپلو خبرو کې ویلي، سعودي عربستان نه شي کولی د اسراییل او فلسطین د سولې د مسلې له حل پرته اړیکي وپالي، ځکه دواړه د یو بل په څنګ کې د اوسېدو حق لري.

د سعودي عربستان ولیعهد ډاډ څرګند کړی چې هېواد به یې راتلونکي کې له اسراییل سره (ښې او عادي) اړیکي ولري او دا اړیکي به د ټولو په ګټه وي.

وروستیو کې کلونو کې د سوریې او یمن کورنیو جګړو د تهران او ریاض ترمنځ اختلافونه لا پسې ډېر کړي دي.

ایران په سوریه کې د بشار اسد او په یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي، خو سعودي په سوریه کې د بشاراسد د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي او په یمن کې یې د عبد ربه منصور هادي په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.

د سعودي عربستان او اسراییل د اړیکو د ښه کېدو لومړني عملي څرکونه هغه مهال ولیدل شول چې سعودي اجازه ور کړه یوه مساپر وړونکې الوتکه یې له هوايي حریم څخه تېره او تل ابیت کې کېني.

د سعودي، ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ اختلافونه دې کچې ته رسېدلي چې موده وړاندې د فرانسې ولسمشر د یادو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پېښېدو د احتمال خبرداری ور کړ.