په ایران کې پر یوې افغانې ماشومې جنسي تیری او د تورن د محاکمې غوښتنه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان چارواکي په ایران کې پر یوې افغانې ماشومې په جنسي تېري او د هغې په وژلو د تورن کس د محاکمې غوښتنه کوي.

د جمعې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې د داوود علي زاده په کور کې د هغه د شپږ کلنې لور ندا علي زاده د ویر مراسم جوړ شوي وو.

ښاغلي علي زاده د ازادي راډیو د تماس په ځواب کې تأیید کړه چې لور یې د یوه جنایت قرباني شوه

.

د راپورونو له مخې کوچنۍ ندا لس ورځې مخکې سهار وختي په ډوډۍ پسې نانوايي ته تللې وه چې یوه سړي- چې د درېیو ماشومانو پلار دی دا خپل کور ته بوتله او له جنسي تېري وروسته یې ووژله.

په مشهد کې افغان قونسل سید نورالله راغي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او ویې ویل چې د نوموړې پر وژنه یو تورن کس نیول شوی دی.

ښاغلي راغي زیاته کړه:

"د دې ماشومې په برخه کې دا جنایت شوی او چا چې دا جنایت کړی پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی. دا یو خورا زیات دروند او سخت جنایت دی."

ښاغلی راغي وايي، پر ندا علي زاده د هغه ګاونډي له خوا چې په مخدرو موادو معتاد دی او کور یې د دوی کور ته نژدې و، تېری شوی.

افغان قونسل تأییدوي چې دا ماشومه کور ته د ستنېدو پر مهال له جنسي ځورونې وروسته وژل شوې ده.

په مشهد کې افغان قونسل ښاغلی راغي وایي، دی هیله من دی چې د تورن دوسیه به یې ډېر ژر محکمې ته واستول شي:

"هیله من یو چې ډېر ژر به دا قضیه محکمې ته راجع شي او موږ سترګې په لاره یو چې د تورن سړي په اړه د محکمې حکم ډېر ژر ورکړل شي."

ندا علي زاده یوازینۍ افغان کډواله نه ده چې په ایران کې جنسي تېری پرې کېږي او بیا وژل کېږي.

د دې ډول پېښو یو بل مورد د ۱۳۹۵ میلادي کال د وري یا حمل په ۲۲مه تهران ته نژدې په ورامین سیمه کې د شپږکلنې ستایش قریشي تښتول، د هغې وژل او بیا په اسیدو کې د هغې د مړي سوځول و.

د امیرحسین په نوم یو ځوان چې هغه مهال اولس کلن و او ویل کېږي چې د ستایش کور ته نېژدې اوسېده په دې قضیه کې ونیول شو او د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنوري میاشت کې اعدام شو.

اټکل کېږي چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر دوو میلیونو ته رسېږي.

په دې هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ګڼ شمېر راپورونه ورکړل شوي او دې ته پام سره ویل کېږي چې ښايي د ندا او ستایش کیسو ته ورته نور موارد هم وي چې خبرونه یې پر رسنیو د محدودیت له کبله نه خپرېږي.