د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشره په ۲۴ کاله بند محکومه شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشره پاک ګوین هایی له واک د ناسمې ګټې پورته کولو په تور محکمې په ۲۴ کاله بند محکومه کړه.

د محکمې پرېکړه د تلویزیون له لارې ژوندۍ خپره شوه. په دې تور و چې له سیاسي واک یې بې ځایه ګټه پورته کړې.

نوموړې د فساد په تور ۱۸ میلیارده ون (۱۷ میلیونه امریکایي ډالر) جریمه هم شوه

.

دې د محکمې له اورېدو پخوا پرېکون کړی و او په محکمه یې تور لګولی و چې د دې پر خلاف بې پرې نه ده. دې پرې لګول شوي ټول تورونه رد کړي او وایي چې محکمې سزا به وننګوي.

قاضي وویل چې پارک ګوین هایی په هېواد کې له "ستر ناورین" رامنځ ته کولو وروسته هېڅ پښېماني نه ده څرګنده کړې.

په دې قضیه کې خلکو علاقه څرګنده کړې وه، ځکه خو محکمې جریان د تلویزیون له لارې ژوندی خپور کړ.

په پارک ګوین هایی تورونه ډېری د بډۍ اخیستلو او د واک په خپله ګټه کارول دي.ټ

ویل کېږي چې دې د سمسونګ ستر شرکت باندې فشار راوړ چې په میلیونونه ډالر یوه شرکت ته د توکو د خرڅلاو په موخه ورکړي.

دا هم ویل شوي چې دې په څو بېلابېلو تجارتونو کې ونډه او برخه درلوده.

د دې تر څنګ په دې تور دی چې د ولسمشرۍ پټ اسناد یې ځینو تجارتونو ته سپارلي وو.

دا اوه ورځې لري چې د محکمې د پرېکړې پر خلاف دعوه وکړي.

د دې د واک پر مهال له میاشتو مظاهرو وروسته پاک ګوین هایی د تېر کال په مارچ کې له واکه ګوښه شوه او دا لومړی ځل و چې په رایو ټاکل شوې ولسمشره له دندې ګوښه کېده.

وروسته ونیول شوه او له هغې وروسته په بند کې وه.