ارګ: له پاکستان سره د باور فضا جوړول غواړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي تر یو ورځني وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د ټولو هغو غوراویو (هڅو) هر کلی به وکړي چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.

ښاغلي عباسي د جمعې په ورځ په افغان پلازمېنه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو جګپوړو افغان چارواکو سره ولیدل

.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند شاه حسین مرتضوي کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د سفر د پایلو په اړه بي بي سي ته وویل، د ټولو هغو غوراویو ملاتړ کوي چې پر مټ یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ باور او نظارت ډېر او د ناسمو پوهاویو او ادعاوو مخه ونیولی شي.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي نن جمعه د اپرېل ۶مه په رسمي سفر کابل ته تللی دی. د نوموړي د ښه راغلاست مراسم د افغان ولسمشر په شتون کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نیول شوي وو.

له یوې مودې راهیسې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د ډېرولو لپاره "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون د کړنلارې" د سند پر نهايي کېدو خبرې اترې کوي.

یوه افغان چارواکي وايي، بي بي سي ته ویلي وو، پر یاده کړنلاره هوکړه شوې، خو افغان لوری وايي، هله به یې لاسلیک کړي چې پاکستان د دې کړنلارې پر تطبیق د درېیم هېواد ناظر کېدلو مخشرط ومني او افغان لوري د درېیم ناظر هېواد د په ګوته کولو واک پاکستاني لوري ته ور کړی دی.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې باوري زیاته شوې ده. دواړه لوري یو بل د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي.

ښاغلی مرتضوي وايي، د دواړو خواوو د نن ورځې خبرې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون پر سند راڅرخېدې چې پرېکړه وشوه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ملي امنیت شورا سلاکاران به یې چارې وروستۍ کړي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه، افغان او پاکستاني لوري د نن ورځې په لیدنه کې د افغانستان پر سوله، له ترهګرو ډلو سره پر مبارزه، د پاکستان له لوري د هوايي او توغندیزو بریدونو پر تېروتنو، د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د پاکستان پر نښلولو او یو شمېر نورو اقتصادي طرحو خبرې وشوې.

د هغه په خبره، د کوټې، کندهار او هرات او همدرانګه د پېښور او جلال اباد تر منځ د اورګاډي د پټلیو او پر دې سربېره د پېښور، جلال اباد او کابل ترمنځ د سړک جوړولو پر پروژو هم خبرې وشوې.

تېره اونۍ له ډیورنډ کرښې د یوې پاکستاني جنګي الوتکې د اوښتو او د کونړ پر یوه سیمه د بمبار او همدارنګه د پاکستان له لوري پر یاد ولایت د توغندیزو بریدو په غبرګون کې افغانستان د پاکستان شاژدافیر احضار کړی و.

ښاغلي مرتضوي وویل، د ډیورنډ په اوږدو کې پر تېروتنو باندې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سولې او پیوستون په کړنلاره (APAPPS) کې بحث کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د سولې په تړاو په سیمو کې راغلیو بدلونونو ته په کتو هیله من دی چې کابل ته به د ښاغلي عباسي سفر ګټور وي.