د عربي اماراتو او طالبانو دوه ګونې اړیکې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

متحده عربي اماراتو د دوحې پر ځای په دوبۍ کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل غوښتل، خو وروسته یې بیا د طالبانو ضد ملیشو جوړولو وړاندیز وکړ.

د متحده عربي اماراتو د ولیعهد د یوه امریکايي مشاور، جورج ندر، او د یوه جمهوري غوښتونکي پانګوال،ایلیوت بروایدي، د خصوصي برېښنالیکونو بربنډېدلو په امریکا کې د رابرت مولر د پلټنو لمن نوره هم پراخه کړې ده. ښاغلی مولر هغه ځانګړی پلټونکی دی چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې او د دونالد ټرمپ له انتخاباتي کمپاین سره د مسکو د ممکنه اړیکو په اړه خپلواکه پلټنه کوي

.

هک او بربنډ شوو برېښنالیکونو کې د امریکا او متحده عربي اماراتو تر منځ د بېلابېلو مسایلو په اړه معلومات خپاره شوي او په یوه برېښنالیک کې د طالبانو یادونه هم شوې ده.

د نیویارک ټایمز خبریال، دیوید کیرپاتریک، چې دغه برېښنالیکونه یې لوستي او پرې یې راپورونه لیکلي، د امریکا ان پي آر راډیو ته ویلي چې اماراتو غوښتل داسې یوه "مسلمانه ملیشه" جوړه کړي چې په سیمه کې د ترهګرو په ضد وکارول شي. پر امریکايي چارواکو د دغې طرحې د منلو په خاطر، اماراتي چارواکو وړاندیز کړی و چې دغه ملیشه به په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هم وکارول شي.

دا چې آیا امریکايي چارواکو د اماراتو دغه وړاندیز منلی او آیا دغه ملیشه ځواک جوړ شوی که نه – د دې دواړو پوښتنو ځواب لاندی څرګند.

امریکايي شننونکي مایکل کوګلمن، امریکا غږ ته وویل چې د اماراتو لخوا د ترهګرۍ ضد د یوې مسلمانې ملیشې د جوړولو وړاندیز ډیر حیرانونکی خبر ندی، ځکه دغه ډول یو کار په سیمه کې د امریکا له تګلارې سره اړخ لګوي.

خو بډایه امارات د نورو چارو په څیر "مسلمانه ملیشه" د نورو هیوادنو په جنګیالیو جوړوله. امارات په ځانګړې توګه د پاکستان له پوځ سره ښیې اړیکې لري. د پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی مشر، احمد شجاع پاشا، په ۲۰۱۵ کال کې د اماراتو د دولت د سلاکار په توګه استخدام شو او ویل کیږي چې اوسمهال د اماراتو د یوې استخباراتي ادارې مشري کوي.

متحده عربي امارات، سعودي او پاکستان هغه درې هیوادونه وو چې په افغانستان کې یې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت پیژندلی و.

اوس پوښتنه دا ده چې آیا متحده عربي امارات، د پخوا برعکس، د طالبانو په مخالفت کې تګلاره خپله کړې ده؟

منصور په دوبۍ کې

پدې وروستیو کې واشنګټن پست ورځپاڼې راپور ورکړ چې د طالبانو پخوانی مشر، ملا اختر محمد منصور، په پاکستان کې تر وژل کېدلو دمخه دوبۍ ته په سفر تللی و. منصور په کوم پاسپورټ او د څه لپاره دوبۍ ته تللی و، دا راز لا ندې څرګند خو دی له دوبۍ نه ایران ته ولاړ او له هغه هیواد نه پاکستان ته تللی و چې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د منصور د مړي څنګ ته یو پاکستانی پاسپورت وموندل شو چې په برید کې یې هیڅ زیان نه و لیدلی.

 

د قطر دفتر

تېرکال په امریکا کې د متحده عربي اماراتو د سفیر یو شمیر برېښنالیکونه بربنډ شول. په هغو برېښنالیکونو کې هم د طالبانو یادونه شوې وه.

د نیویارک ټایمز په حواله، په ۲۰۱۳ کال کې اماراتي چارواکي لدې کبله په غوسه وو چې د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې پرانیستل شو. اماراتو غوښتل چې دغه دفتر په دوبۍ کې پرانیستل شي. ظاهراً، د شتمنو عربو شیخانو تر منځ پر دې سیالي وه چې څوک طالبان تر خپل وزر لاندې ولري. قطر پدې سیالۍ کې برلاسی وخوت.

د طالبانو د دفتر سربېره په ځینو نورو سیمیزو مسایلو کې د قطر مخکښو تګلارو، امارات او سعودي عربستان وپارول او د دوې تر منځ اړیکې ترینګلې شوې.

د ۲۰۱۷ کال په پیل کې د کندهار د والي په میلمستون کې دننه یوه مرموزه چاودنه وشوه. پدغه چاودنه کې د اماراتو د سفیر تر څنګ څلور نور اماراتي ډیپلماتان هم ووژل شول. افغان چارواکو سملاسي طالبانو ته د ملامتۍ ګوتې ونیولې خو طالبانو ډېر ژر وویل چې پدې برید کې دوی لاس نه درلود.

لدغه برید شپږمیاشتې وروسته، اماراتو، سعودي عربستان، بحرین او مصر په یوه حیرانونکي اقدام کې له قطر سره ټولې دیپلماتیکې اړیکې وشلولې او قطر يې له سیاسي او اقتصادي پلوه کلابند کړ. دغه کلابندي تر اوسه نده ماته شوې او نه هم په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تړل شوې.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه، بارنت روبین، وايي سعودي او امارات پر طالبانو نفوذ نلري خو د دې وس لري چې پر طالبانو د غیررسمي مالي مرستو سرچینې وچې کړي.

ښاغلي روبین امریکاغږ ته وویل دغه دواړه بډایه هیوادونه ډیر د ایران او قطر له اړخه اندیښنې لري او هڅه کوي چې امریکا د خپل ګډ دریځ ملاتړ ته وهڅوي.