په افغانستان کې د "واده مراسمو" جنجالي قانون ومنل شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د واده د مراسمو جنجالي قانون له تصویب نه درې کاله وروسته په رسمي جریده کې چاپ او نافذ شو.

د دغه قانون له مخې به د ودونو د محفلونو څرنګوالی، فرهنګ او لګښت تنظیمېږي. د دې قانون موخه د ودونو د لګښت کمول او د ناوړه رواجونو مخنیوی دی.

د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د سیالۍ په پار ودونو کې ډېر لګښتونه کېږي او دا کار دې لامل کېږي چې نجونې او هلکان نه شي کولای یو ښه ګډ ژوند جوړ کړي

.

دا له هغو جنجالي قوانینو دی چې په پارلمان او حکومت کې مخالفین او ملاتړي لري.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، د ودونو د لګښت را ټيټول، د ګډ ژوند لپاره ځوانانو ته اسانتیاوې برابرول، او اسلامي ارزښتونو ساتل د دغه قانون بنسټېزې ځانګړنې دي.

د ښاغلي ریاضت په وینا، د دغه قانوه له مخې د لوړې بیې خوړو چمتو کول، په جبري ډول د اختر جوړه، ولور او جهیز اخیستل منع شوي دي.

افغانستان کې د ودونو رواجونه چې اوس د سیالۍ په یوه فرهنګ بدل شوي د ودونو لګښت یې ان تر یو میلیون افغانیو لوړ کړی دی.

د وکیلانو د تقنیني کمیسیون غړی قاضي نذیز احمد حنفي وايي، دا قانون د ځوانانو لپاره ډېر اهميت لري او پلې کول به یې د ودونو د محفلونو فرهنګ بدل کړي.

د افغانستان ملي شورا د دغه قانون د تصویب په وخت کې د واده مېلمنو شمېر ۵۰۰ کسان ټاکلي وو. په داسې حال کې چې اوس په هر واده کې شاوخوا زر کسان بلل کېږي.

د دغه قانون پلي کول څه اسانه خبره هم نه ده خو که د ښاروالۍ لخوا پر هوټلونو جلا مقررات ولګول شي چې هغوی د ډېر میلمنو له منلو ډډه وکړي، ښايي هغسې چې تمه کېږي پایله یې راوخېژي.

د عدلیې وزارت وايي، دغه قانون په هوټلونو او نورو صالونونو کې د ودونو ترسره کولو مخه نه ده نیولې خو دا چې څنګه باید ترسره شي په دې اړه یې ورته لارښونه کړې ده.