د پاکستان لومړی وزیر کابل ته ځي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي سبا جمعه د لومړي ځل لپاره په رسمي سفر کابل ته ځي.

دواړه لوري هیله من دي چې دغه سفر به د کابل او اسلام اباد خړې پړې اړېکې ښي او د دوی ترمنځ به د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

ارګ ماڼۍ دغه سفر چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه ترسره کیږي، د دولتونو ترمنځ د خبرو پیل بولي

.

دا په داسې حال کې ده چې همدا پرون په کونړ ولایت کې افغان چارواکو وویل چې پاکستاني جیټ الوتکو دغلته بمباري کړې ده

ولسمشر غني یوه میاشت وړاندې د کابل بهیر په دویمه ناسته کې پاکستان ته د دولتونو په کچه د خبرو بلنه ورکړه.

د افغانستان او پاکستان د څو کلنو خړوپړو اړیکو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان تر ټولو لوړپوړی چارواکی کابل ته سفر کوي.

له دې وړاندې د ۲۰۱۵ کال په می کې چې د ملي یووالي حکومت د پيل میاشتې وې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف کابل ته رسمي سفر کړی و.

اوس د ښاغلي شریف ځای ناستی شاهد خاقان عباسي د یو ورځني سفر په موخه کابل ته راځي او دلته له افغان چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، سولې او په بېلابېلو برخو کې پر همکارۍ خبرې کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، دوی د دغه سفر مثبتو پایلو ته هیله من دي.

په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې کابل او یوشمیر ولایتونو کې د خونړیو ډله ییزو، موټر بم او ځان مرګو بریدونو له امله خړې پړې وې.

افغان حکومت د دغو بریدونو پړه پر پاکستان اچوله او په اړه یې نړیوالې ټولنې او امریکا ته هم پرله پسې شکایتونه کول.

د سویلي اسیا په اړه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې ستراتیژي کې هم پاکستان د ترهګرو ملاتړی هیواد یاد شو او ترې وغوښتل شول چې خپله خاوره کې د میشتو اورپکو پر ضد کارنده ګامونه واخلي.

د پاکستان د صدر اعظم دفتر هم په یوه خبرپانه کې د شاهد خاقان عباسي سفر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دی به له افغان لوري سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو، د افغان کډوالو خپل هېواد ته ستنېدو او له ترهګرۍ او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه خبرې وکړي.