افغان ځواکونه ځینې ښوونځي د مورچل په توګه کاروي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بي بي سي موندنې ښیي، چي د افغانستان په دوو سویلي ولایتونو روزګان او هلمند کې حکومتي ځواکونه لسګونه ښوونځي د وسلوالو مخالفانو پرضد د مورچل په توګه کاروي.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم وايي، په ټول کې ۶۷ ښوونځي د پوځي مرکزونو په توګه کارېږي، چې له څلورو وسلوال طالبان او ۶۳ نورو افغان ځواکونه کار اخلي.

له دې ډلې یو ښوونځی د روزګان مرکز ترینکوټ په څنډو کې پروت دی او هره ورځ پکې حکومتي ځواکونه له وسلوالو سره په جګړه بوخت وي

.

بله بېلګه یې د مرکز ترینکوټ د سفید خار ښوونځی دی، چې د ښوونځي په یوه څنډه کې افغان ځواکونه میشت دي او بله څنډه کې یې کوچنیان زدکړې کوي.

د دغه ښوونځي یو زدکوونکی غازي الله وایي، امنیتي ځواکونه د دوی له ښوونځي د مورچل په توګه کار اخلي، هغه څه، چي د ده په خبره له زدکړو یې ګڼ کوچنیان بې برخې کړي دي.

"زموږ ښوونځي کې پولیس وي، وېروېږو طالبان به برید وکړي په دې وجه ښوونځي ته نه ځو، والله اوس ښوونځي کې پنځه کسان هم نشته. ګرده تللي دي نه راځي".

ښوونکي څه وايي؟

۵۰ کلن محمد عیسی د روزګان مرکز ترینکوټ کې د سفید خار ښوونځي ښوونکی دی.

نوموړی وایي وروسته له هغه، چې افغان ځواکونو وسلوال طالبان د مرکز ترینکوټ له څنډو وشړل، دغه ځواکونه د دوی په ښوونځي کې دېره شول .

"پخوا به زدکوونکي درس ته راتلل، خو پولیس چې دلته راغلل اوس زموږ زدکوونکي نه راځي، درس نشته شی نشته، زموږ اولادونه په کور پاته دي".

د روزګان د ولایتي شورا مشر امیر محمد بارکزی وایي، په مرکز ترینکوټ کي یواځې څلور ښوونځي فعال دي او پاتې نور ښوونځي یا خو بند دي او یا هم د زدکړو عادي بهیر پکې نشته.

هغه د ښوونځیو نیم پوځي چاپیریال د اوسني وضعیت لامل ګڼي .

د مرکز ترینکوټ د خیراباد سیمي یو قومي مشر وایي، چي وسلوال طالبانو او حکومتي ځواکونه دواړه د معارف د اوسني وضعیت مسول دي .

"چې ښوونکی په ټولګي کې درس ور کوي او د بام پر سر ټک ټوک وي دلته به څنګه درس ور کړل شي. له موږ سل متره مکتب لرې نه دی، هغه حکومت په سنګر بدل کړی دی".

وسلوال طالبان حکومت ملامتوي

وسلوالو طالبانو هم په خپل یوه راپور کې ویلي، کله چي حکومتي ځواکونه د دوی تر ولکۍ لاندې سیمو کي عملیات پیلوي او پرمختګ کوي، نو سیمه کې ښوونځي، روغتیایې او نور تعلیمي مرکزونه د مورچل په توګه کاروي.

د روزګان نظامي چارواکي مني، چي د مرکز ترینکوټ ځینې سیمو کې حکومتي ځواکونه د ښوونځيو ودانۍ د پوځي چارو لپاره کاروي، خو زیاتوي، چي د سپارلو لپاره یې یو کمېسون جوړ کړی دی.

د روزګان د امنیت امر عبدالقوي عمري وایي، هغه نظامي کسان، چي د کمېسون له پریکړې سرغړاوی وکړي له قانوني چلن او سزا سره به مخ سي.

"پروسږ کال داسې حالت راغی، چې هم دوښمن او هم موږ له ښوونځیو کار اخیست، رښتیا هم داسې ځایونه شته چې هلته دولت وي، خو موږ اوس کمېسون جوړوو".

دغه ستونزه یواځې تر روزګان را لنډه نه ده، د سویلي ولایت هلمند د پوهنې مشر وایي، د دغه ولایت څه باندې شلو ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو کې افغان ځواکونه دیره او ځینې سیمو کي زرګونه کوچنیان له زدکړو بې برخې دي.

دغه سرچینه وایي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له یو شمیر ښوونځیو دغه ډله د دیني مدرسو لپاره کار اخلي.

۴ له طالبانو او ۶۳ له حکومتي ځواکونو سره

د پوهني وزارت دوه کاله وړاندې کورنیو چارو وزارت ته یو رسمي لیک لیږلی و او ترې غوښتي یې وه، چي باید ټول ښوونیز مرکزونه له نظامي کسانو تش کړي او د ښووني او روزني ارزښت د امنیتي ځواکونو ښوونیز نصاب ته شامل کړي.

د دغه وزارت ویاند د نشراتو مشر کبیر حقمل بي بي سي ته وویل، په ټول کې ۶۷ ښوونځي د پوځي مرکزونو په توګه کارېږي.

د هغه په خبره، په دې کې له څلورو ښوونځیو وسلوال طالبان او له پاتې افغان ځواکونه د مورچې په توګه کار اخلي.

کبیر حقمل دا هم وویل چې دا ډول ښوونځي تر ډېره په کندهار، هلمند او بغلان کې دي.

ښاغلی حقمل زیاتوي، له افغان امنیتي ادارو سره په دې کار کوي چې دا ښوونځي له دغه حالت ووځي او خپل دودیز حالت غوره کړي.

د ښوونې لپاره ملي پګړه

دا په داسې مهال ده چې افغان ولسمشر ۱۳۹۷ لمریز کال ته د پوهنې کال نوم ور کړی.

محمد اشرف غني د نوروز مراسمو کې له ولس وغوښتل چې د پوهنې د پراختیا لپاره ملي پګړه(حشر) وکړي

نوموړي زیاته کړه، چی دری نیم ملیونه ماشومان په دې نه دي توانیدلي چې ښونځی ته لاړ شي.

نوموړي په افغان ښوونیز نصاب کې د سمون راوستلو ژمنه هم وکړه.

هغه دا هم وویل چې د زدکړو پر شرایطو برابر درې نیم ملیونه ماشومان لا هم ښوونځیو ته نشي تللی او شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي په ټول هیواد کې بند دي.