د امریکا فشار - د پاکستاني وزیر ښکنځل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسمعیل هغه وخت د انگلیسۍ ژبې ښکنځل وکارول چې د امریکا او د پاکستان په اړیکو یې خبرې کولی.

د پاکستان د صدراعظم د مالي چارو مشاور مفتاح اسمعیل د فائننشل ټائمز سره په یوې وروستۍ مرکې کې وویل چې داسې ښکاري امریکا او هند د پاکستان په ضد یو ځای کار پیل کړیدی او "هدف یې د پاکستان شرمول" دي.

کله چې د هغه نه وپوښتل شوه چې امریکا چې د پاکستان متحد ملک دی، ولې غواړي چې پاکستان وشرموي، هغه وویل "یو څوک سحر راویښ شي او ټویټ وکړي، زه نه پوهیږم چې هغه څه ***** ټویټوي

".

د مفتاح اسمعیل د دغه خبرې اشاره د امریکا د ولسمشر هغه ټویټ ته وه چې د ٢٠١٨ کال په لمړنۍ ورځ یې د پاکستان په اړه وکړ. د ټرمپ په ټویټ کې د پاکستان په رول سخت انتقاد شوی و او د هغې نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې خرابې شویدي.

امرکا ته د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپل ټویټر ولیکل چې کله د پاکستان وزیر د امریکا په اړه خبره کوي او ښکنځل وکړي نو معنی دا چې حالات ښه ندي.

پرون د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنو چارو وزارت په پاکستان کې د یوې ترهگرې ډلې د لشکر طیبه په دوو نورو ډلو هم بندیز ولگاوه.

امریکا په پاکستان فشار زیات کړیدی او غواړي چې پاکستان په هغه ملک کې د میشتو ترهگرو په ضد پیاوړي اقدامات وکړي.

مفتاح اسمعیل د فائننشل ټایمز سره په مرکې کې وویل چې امریکا که غواړي چې ټولې مالي مرستې ورته بندي کړي نو هغوي ورته تیار دي. هغه زیاته کړه، "مونږ د نړۍ شپږم لوی هیواد یو، مونږ د نړۍ په شپږم نمبر لوی پوځ لرو. زه ستاسو سره دا لوظ کوم چې د خپل ملي گټو په خاط‏ر مونږ د یو څو ملیونو ډالرو پروا نلرو."

د پاکستان د مالیې وزیر وویل چې هیواد یې د پیسو د قاچاق په ضد اقدمات کوي.

د یادونې وړ ده چې امریکا او د اروپایي متحدینو په هڅو یې پاکستان د ترهگرو د مالي ملاتړ په "گرې لست" کې هم شامل شویدی.