کندز کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان امنیتي چارواکي وایي، د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د وسله والو طالبانو لس تنه مهم غړي وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، د برید په سیمه کې یو شمېر طالبانو راټول شوي وو او پر افغان ځواکونو یې د بریدونو لپاره پلان جوړاوه.

نوموړی زیاتوي چې د اسختباراتي ادارو په مرسته یې دا هدف مالوم کړ او وروسته پرې افغان هوایي پوځ برید وکړ، چې په پایله کې یې شل تنه طالبان وژل شوي او شل نور ټپيان دي

.

خو د کندز د ۲۰۰ بستریز مرکزي روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، دوی ته د پېښې ګڼ شمېر قربانیان ور وړل شوي چې ډېری یې د مدرسې زده کوونکي او عادي ولسي وګړي دي. نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

بله خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم بي بي سي ته وویل، په دې برید کې یوازې د مدرسې هغه طالبان او عادي خلک وژل شوي چې د دستار بندۍ غونډه کې راټول شوي وو.

د کندز امنیې قومندان عبدالحمید حمیدي دا پېښه تائید کړه، خو ویې نه ویل چې طالبان په کومه موخه سره راټول شوي وو.

خو په کندز کې د افغان پوځ د پامیر د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي بي بي سي ته وویل، طالبانو دغلته پوځي مانورونه کول چې تر برید لاندې راغلل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، د دوی وسله وال اصلاً اجازه نه لري چې په دا ډول غونډو کې ګډون وکړي، او ځکه یې هلته د غړو د وژل کېدو ادعاوې ناسمې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې برید د دشت برچې ولسوالۍ د دفتاڼۍ په نامه سیمه کې د هاشمیه په نامه پر یوې مدرسې شوی، او ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵۰ ولسي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دشت ارچي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د پېښې یو عیني شاهد سیف الرحمن هم بي بي سي ته وویل، په برید کې د مدرسې هغه زده کوونکي په نښه شوي چې د دستار بندۍ غونډه کې راټول شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، په سیمه کې وسله وال طالبان شتون لري او امکان لري چې ځیني غړي به یې په دې مراسمو کې هم شامل وو، خو وژل شوي او ټپیان وسله وال کسان نه، بلکې عادي ولسي وګړي دي.