"د سولې غوښتنه د وسلوالو طالبانو د تسلیمېدو په مانا نه ده"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي په کندهار کي د سویلي زون د دیني عالمانو او مخورو کسانو یوې لویې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د سولې غوښتنه د وسلوالو طالبانو د تسلیمېدو په مانا نه ده.

ښاغلی خلیلي د سه شنبې پر ورځ د یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره یو ځای کندهار ته راغلي و، او د سفر موخه یې د سویلي ولایتونو د مشرانو څخه د سولې د راوستلو په برخه کې د مرستې او مشورو غوښتنه وه.

ښاغلي خلیلي د خپلې وینا په یوه برخه کي وویل "نن هغې خاورې ته راغلي یو، چې د افغانستان د بنسټ ډبره پکې ايښودل شوې او غواړو د سولې د بنسټ ډبره هم کېښږدو

."

د افغانستان د سولې د عالي شورا دغه لوړ پوړي چارواکي یو ځل بیا له وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې د ولسمشر غني وروستيو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایي او د سولې له وروستیو فرصتونو دې ګټه واخلي.

د سولې د عالي شورا د دارالاانشاء مشر اکرم خپلواک غونډې ته د وینا پر مهال وویل ، مرکزي حکومت او د سولې دعالي شورا د سولې په راوستو لپاره د کندهار له خلکو ډېره تمه کوي.

ښاغلي خپلواک وویل د طالبانو د تحریک مهم مشران د همدې سیمې د پخوانیو جهادي مشرانو سره ملګري پاتې شوي او یا هم په دې سیمه کې خپلوۍ لري او ځینې بیا په فردي توګه اړیکي لري.

د خپلواک په خبره دغه اړیکې به د سولې راوستلو په لار کې تر نورو ټولو لارو اغیزمنې او د افغانانو په ګټه وي.

نوموړي له وسلوالو طالبانو وغوښتل، افغانان دې نه اړباسي چې د دوی په استازیتوب له بل چا سره خبرې وکړي او طالبان هم باید خپل اختیار بل ته ورنکړي.

اکرم خپلواک د هلمند وروستي پرلت او د سولې خوځښت ته په اشارې سره وویل" که طالب ابرو مندې سولې ته غاړه کېنږدي ولسي پاڅون را روان دی او هیڅوک یې نشي درولای، د دې پاڅون امتیاز باید هیڅوک وانخلي دا د خلکو پاڅون دی او د دې لمنه به پراخیږي، ځکه خلک سوله غواړي."

نوموړي زیاته کړه چې په دواړو خواوو کې ځینې داسې محدودې کړۍ شته، چې سوله نه غواړي او پر وړاندې یې ستونزې جوړوي.

 

دغه غونډې ته د کندهار د عماو تر څنګ د ارزګان، هلمند او زابل دیني عالمان او مخور مشران هم ورغوښتل شوي وو.

دیني عالمانو د ویناو پر مهال روانه جګړه پر افغانانو د بهرنیو هېوادونو لخوا تپل شوې جګړه وبلله او له افغان حکومت او د سولې له عالي شورا یې وغوښتل، چې د سولې په راوستو کي رېښتیني ګامونه واخلي.