حسین حقاني: که هېواد ته ستون شم، وبه وژل شم

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پراګ ـ په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني وېره ښودلې چې هېواد ته د هغه پر ستنېدو د اصرار څخه هدف د هغه لادرکه کول يا قتلول دي.

حسين حقاني دا خبره د مارچ پر ۳۱م نېټه له امريکا غږ سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې ده.

د مرکې پر مهال له نوموړي څخه ټولې پوښتنې د مېمو ګېټ نومې مقدمې په اړه وشوې چې د پاکستان سپريم کورټ په دې وروستيو کې يو ځل بيا پیل کړې ده.

ستر عدالت د فبرورۍ پر ۱۵ م د نه حاضرېدو له کبله د حسين حقاني د نيولو لپاره رېډ وارنټ جاري کړ او د پاکستان وفاقي تحقيقاتي ادارې اېف ای ای ويلي ول چې له نړيوالو پوليسو يا انټرپول څخه د هغه د نيولو غوښتنه کړې ده

.

خو حسين حقاني ددې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هغه ته عدالت ته د حاضرېدو نوټس نه دی ترلاسه شوی. هغه زياته کړه چې د سپريم کورټ احکامات بايد د نړيوال قانون تابع وي او په نړيوال قانون کې دا ګنجايش نشته چې چيف جسټس چې څه وخت وغواړي يو کس د نړۍ له بل هېواده ورغواړي.

هغه زياته کړه چې ددې لپاره يو طریقه کار شته او که يې د هغې له مخې پرضد کاروايي وشوه نو د امريکا يا که بل کوم هېواد وي هلته به يې په قانوني توګه مقابله کوي او معلومه به شي چې د نړۍ په نظر کې د دغو احکاماتو حېثېت څه دی؟

حسين حقاني د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د مېمو ګېټ د مقدمې په اړه يې ويلي ول چې په دې اړه دي کمېسون جوړ شي او د طریقه کار له مخې دي ده هغه ته هم هغسې د پوښتنو د ځواب ورکول موقع ورکړل شي لکه چې پر ده الزام لګونکي ته ورکړل شوې وه. نوموړي زياته کړه چې دده پاکستان پر ورتلو له اصرار کولو څخه ده ته د سازش بوی ورځي. حسین حقاني وېره و ښودله چې که هېواد ته ستون شو نو د پاکستان د هغو پټو ادارو چې دده په وينا چې له ادعا سره سم خلک لادرکه کوي، مقصد دادی چې دی هم لادرکه يا قتل کړي.

کله چې له حسين حقاني څخه و پوښتل شو چې ستاسو خلاف ولې سازش کېږي؟

دهغه ځواب وو چې هغه د پاکستان يو له هغو څو کسانو دی چې نړۍ يې خبرې ته غوږ ږدي. دده په خبره دا واضحه ده چې هغه څوک دي چې په زوره پر خلکو خپله خبره تپي؟ ده تور و لګولو، هغه ادارې چې په پاکستان کې خلاص بحث نه غواړي هغه د هغو ټولو پرضد چې د پاکستان لپاره يو متبادل لار تجويزوي پرضد سازش کوي او غواړي خلک په دې بحث کې ګېر وساتي چې څوک غدار او څوک وفادار دي؟

د حسين حقاني پرضد مېموګېټ نومې قضيه په ۲۰۱۱ م کال هغه وخت مخې ته راغله چې کله يو پاکستاني نژاده امريکايي منصور اعجاز د برتانيا په يوه مشهوره ورځپاڼه کې ادعا وکړه چې حسين حقاني هغه ته د امريکا د ټولو ځواکونو د هغه وخت عمومي مشر اميرالبحر مايک مولن په نوم د پخواني پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري له خوا يو خط سپارلی وو.

په دې لانجمن خط کې اصف زرداري غوښتنه کړې وه چې د پوځ له خوا د هغه له څوکۍ څخه په ممکنه توګه د لرېي کولو په مخنيوي کې دې امريکا ورسره مرسته وکړي.

خو حسين حقاني او اصف علي زرداري دا خبره دروغ و بلله خو اخر دا لانجه دومره زياته شوه چې حسين حقاني له سفارت څخه استعفا ورکړه او پرضد يې عدالتي کاروايي پېل شوه او يو کميسمون جوړ شو. خو اوس شپږ نېم کاله وروسته سپريم کورت ددې مقدمې بيا اورېدنه پیل کړې ده.