د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوالې غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان کشالې په هکله افغان ولسمشر ته د درې اړخیزه غونډې وړاندیز کړی دی.
په دې غونډه کې به افغان، روسي او امریکايي چارواکي پر افغان کړکېچ خبرې کوي.
اشرف غني د سرګي لاروف د دې وړاندیز هر کلی کړی
.
د افغان ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د خبر پاڼې له مخې د دې درې اړخیزه غونډې د وخت او څرنګوالي په اړه به درې واړه خواوې سلا مشورې وکړي.
په خبر پاڼه کې د دغې غونډې په اړه ډیر معلومات نه دي ورکړل شوي.
امریکايي چارواکو هم تر اوسه د دغې غونډې په تړاو څه نه دي ویلي.
پرون د تاشکند غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په تړاو پر ګډو هڅو ټینکار وکړ.
سرګي لاروف وویل، په افغانستان کې د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره پکار ده همکارۍ پراخې شي:
"د افغانستان جګړه یوازې د زور لارې نه شي هواریدای."
هغه د خپل هېواد له اړخه د افغان سولې لپاره د روانو هڅو د بریالیتوب لپاره د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
له داعش اندېښمنه روسیه
روسیه-چې امریکا یې په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورنوي- په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د روان وضعیت او بدلونونو په تړاو تر پخوا ډیر په زغرده نظر څرګند کړی.
روسي چارواکي ايي په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونه ورته د انديښنې وړ دي.
مسکو په افغانستان او په تېره شمالي ولایتونو کې د اسلامي دولت ډلې د ډیر فعالیت له امله د پړې ګوته امریکا ته نیسي.
د ایران په څېر روسیه هم امریکا په عراق، سوریه او افغانستان کې د داعش د رامنځ ته کېدو سبب بولي، خو امریکايي چارواکي دا ډول څرګندونې ردوي.
د یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر له بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې د داعش غړو ځینې بېلګې ښيي چې دوی ډېری د روسیې پېژندپاڼې لري:
"څنګه دغه ټول چیچنیایان او نور روسي وګړي عراق او سوریي ته ورسېدل."
د مسکو تېر کلنه غونډه
مسکو تېر کال په همدې ورځو شپو کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه و.
په دغه غونډه کې امریکا د ګډون بلنه له پامه وغورځوله او هیڅ استازی یې ور وانستاوه.
د هغې غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د روغې جوړې لار خپله کړي.
خو د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي و روسیه په دا ډول هڅو غواړي طالبانو ته رواتوب ورکړي.