"د پښتنو د غورځنګ ملاتړ تر ټولو زیات له افغانستانه شوی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مهمې غوښتنې يې منلې، خو امنيتي پوستې يې د ولس د ساتنې لپاره دي. ښاغلي غفور ادعا کړې، د دغه غورځنګ تر ټولو کلک ملاتړ له افغانستانه شوی دی.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، د غورځنګ غوښتنې بدلې شوې او مهمې غوښتنې يې منل شوې هم دي. خو د منظور پښتین د دې ادعاوو په ځواب کې بي بي سي ته ویلي، غوښتنې يې همغه دي او ټولې غوښتنې يې د پاکستان له اساسي قانون سره سمې او په دې قانون کې دننه دي

.

د پوځ ویاند که څه هم د یاد غورځنګ یوازې د دوو غوښتنو ذکر وکړ خو د پاتې غوښتنو په تړاو يې څه ونه ویل. ښاغلي غفور په خبري کنفرانس کې وویل "د نقیب مسید قاتل نیول شوی، د وطن کارډ ستونزه هواره شوې او امنيتې پوستې د ولس د خوندیتوب لپاره دي ".

دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو رسنیو ته خپل نظر څرګندوي، خو تردې وړاندې لا دوی ته نيژدې سرچینو د غورځنګ په ملاتړ هند او افغانستان دواړه تورن کړي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند د پوځ په مرکز راولپينډۍ کې له رسنوالو سره خبرو کې ویلي، له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې يې پر خاوره د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ بریدونه پلانېږي او تر هغه چې په افغانستان کې سوله راغلې نه وي، له افغانستان سره پر پوله به يې پوځ پروت وي.

د پاکستاني پوځ ویاند ادعا کوي، په دې وروستیو کې يې په قبایلي سیمو کې د پرمختګ پروژې تر پنجاب او سیند ایالتونو هم زیاتې پېل کړې او د یادو سیمو امنيت يې تر پخوا څوچنده زیات ښه کړی دی.

د ویاند په خبره په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې يې پوستې د ولس د ساتنې لپاره لګولې او دغه پوستې د خلکو د ځورولو لپاره نه، بلکې ددوی د ساتنې لپاره دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه نیوکه همدا ده، چې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې د پاکستانيو امنيتي ځواکونو پر پوستو نه یوازې ددوی نارینه بلکې ښځې هم ځورول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، غوښتنې يې په لومړۍ ورځ د پاکستان ټولو واکمنو ته په لیکلې بڼه ورکړې دي او هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی. ښاغلی پښتین زیاتوي، په دوی د افغان دولت د ملاتړ تورونه پورې کېږي، خو دا ټول تش ادعاوې دي. "که څوک ددې ملاتړ ثبوت لري نو رامخې ته دي شي ".

د منظور پښتین په خبره د پاکستان پوځ د نړیوالو د ډالرو لپاره د پښتنو وینې توی کړې دي او د همدې ځواب غواړي. ښاغلی پښتین زیاتوي، د غورځنګ تر سیوري لاندي به د اپرېل میاشتې پر اتمه نېټه په پېښور کې ولسي غونډه وکړي، چې پکې به مهمې پرېکړې وشي.