افغان حکومت نیول شوي تریاک پلوري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کوکنارو قانوني کول یوه لانجمنه موضوع ده، خو حکومت نژدې یوه اونۍ وړاندې پریکړه کړې چې د پولیسو له خوا نیول شوي تریاک په جواز لرونکو هیوادونو وپلوري.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، دغه پریکړه د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې قانون د بدلون په پایله کې شوې.

د دغه مرکز ویاند خالد موحد بي بي سي ته وویل، افغان امنیتي چارواکو ته د په لاس ورتلونکو نشه يي توکو کچې ته په کتو دولت له نشه يي توکو سره د مبارزې له نړیوالو بنسټونو سره تر همغږۍ وروسته پرېکړه کړې چې د سوځولو پر ځای باید دغه توکي وپلورل شي

.

د ښاغلي موحد په خبره، په ۱۳۹۶ کال کې ۱۸۹۱ کیلو ګرامه هيرویین، ۱۰۶۰۰ کیلو ګرامه مورفین، شاوخوا ۲،۵ ټنه تریاک د دغه مرکز د کارکوونکو له لوري نیول شوي دي:

"په افغانستان کې د ټولو نیول شویو نشه یي توکو اندازه ۲۵ ټنو ته رسېږي چې ډېره برخه یې تریاک او چرس جوړوي."

د ښاغلي موحد په خبره، دمګړۍ د ایران، هند او ترکيې په ګډون پنځه هېوادونه د نشه يي توکو د تولید او پلور جوازونه لري چې د افغانستان د نشه يي توکو کیفیت ته په کتو ښايي دغه هېوادونه یې پېرلو ته زړه ښه کړي.

د هغه په خبره، پلورل کېدونکي نشه یي توکي هغه نه دي چې بزګران یې تولیدوي، بلکې هغه نشه يي توکي پلورل کېږی چې امنیتي ځواکونه یې له قاچاقبرانو تر لاسه کوي.

د ولسي جرګې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون غړی ملاتره خیل محمدي وایي، حکومت د دې لپاره د تریاکو د خرڅولو کار قانونی کړ چې د ده په خبره په تېرو څوارلسو کلونو کې یې مخنیوی ونه شو.

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي مرکز وايي، معلومه نه ده چې له پلورل کېدونکو نشه يي توکو به څومره عواید تر لاسه شي، خو زیاتوي، له دغه درکه تر لاسه کېدونکې پیسې به نېغې مالیې وزارت ته لاړې شي.

د افغان دولت او د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې بنسټ د وروستي راپور له مخې، تېر کال په افغانستان کې د مخدره توکو تولید ۸۷ سلنه زیات شوی و چې د تولید کچه یې ۹ زرو ټنو ته رسېده.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په تعدیل شوي قانون کې بیا د هیروینو، مورفینو، چرسو او نورو کیمیاوي نشه یي توکو لپاره د پخوا پرتله سزاوې ډېرې شوي دي.

د پخواني پاچا ظاهرشا د واکمنۍ پر مهال هم حکومت په یوشمیر سیمو کې په قانوني توګه کوکنار کرل او څارنه یې ترې کوله، خو له هغه وروسته بیا تر دې دمه د کوکنارو قانوني کولو ته کار نه دی شوی.