امریکا پر اوو پاکستانیو کمپنیو بندېز لګولی دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امریکا پراوو پاکستانيو شرکتونو بندیزونه لګولي دي چې د اټومي تکنالوژۍ له سوداګرۍ سره د اړیکو لرلو شک پرې کېږي.

پر دغو شرکتونو څلور ورځې مخکې [۲۲ مارچ] د امریکا صنعت او امنیت سوداګرۍ ادارې بندېزونه لګولي دي او په هغه لست کې یې اچولي دي چې د امریکا حکومت له اجازې پرته نه خو په امریکا کې فعالیت کولای شي او نه هم له امریکایي کمپنیو سره راکړه ورکړه کولی شي

.

د امریکا صنعت او امنیت سوداګرۍ ادارې له خوا په هغه رپوټ کې چې د امریکا د حکومت په ویب پاڼه کې خپورشوی ویل شوي چې د دغو شرکتونو په اړه د امریکا حکومت دا پریکړه په دې خاطرکړې چې فعالیتونه یې د امریکا د ملي امنیت او د بهرني سیاست له ګټوسره اړخ نه لګوي.

د امریکا سوداګرۍ وزارت د کمپنیو او ادارو د بندیزونو په لست کې په شاملیدو سره د شرکتونو شتمني نه بندېږي خو له دغو شرکتونو سره د فعالیت په صورت کې له امریکایي او بهرنیو کمپنیو غوښتل کېږي چې لومړی لایسنس ترلاسه کړي.

په دغه لست کې شامل شرکتونه په امریکا کې د فعالیت کولو لپاره دې ته اړتیا لري چې یو ځانګړی لایسنس ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه عکس العمل نه دی ښودلی او نه هم تراوسه دغو شرکتونو چې زیات مشهور نه دي په دې اړه تبصره کړې.

د دغو اوو شرکتونو په منځ کې دوه شرکتونه چې د یوه دفتر یې په سینګاپور کې او د بل هغه په پاکستان کې دی، په دې تورن شوي چې د یوشمیر هغو پاکستانيو کمپنیو لپاره یې وسایل برابرکړي چې له مخکې د امریکا سوداګرې وزارت د بندېزونو په لست کې شاملې وې.

یوه بله کمپنۍ تورنه شوې چې په لست کې شاملو د پاکستان له اټومي فعالیتونو سره تړلو کمپنیو ته یې په امریکا کې تولید شوي وسایل او تجهیزات رانیولي دي.

درې نور شرکتونه د اټومي پراختیا په هغو فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن شوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت او د بهرني سیاست له ګټو سره په تضاد کې دي.

پاکستان چې مخکې هم ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته د اټومي تکنالوژۍ په ورکولو تورن شوی، د امریکا دغه نوي اقدامات به پردې هیواد چې غواړي د هغې نړیوالې ډلې غړیتوب ترلاسه کړي چې د اټومي وسایلو پیراو پلور کنټرولوي، بل ګذار وي.

د ان سي جې په ډله کې ۴۸ هیوادونه غړیتوب لري او د صادراتو او د هغو وسایلو چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ترې کاراخیستل کیدای شي، د کنټرولو له لارې په نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوي لپاره هڅې کوي.

په اټومي وسلو سمبال پاکستان په ۲۰۱۶ م کال کې په ان سي جي کې د غړیتوب لپاره غوښتنه کړې خو په دې برخه کې ډیر لږ پرمختګ شوی دی.

امریکا دې ته هم اندیښنه لري چې پاکستان د اټومي وسلو د نویو تکتیکي وسلو په ګډون د اټومي وسلو نويو سسټمونو ته پراختیا ورکوي او پراسلام آباد یې فشارونه زیات کړي چې په یواړخیزډول اعلان کړي چې له دې کاره ډډه کوي.