ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر ازبکستان ته روان شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف نن دوشنبه مازدیګر ازبکستان ته روان شو.
جمهوري ریاست وايي چې د تاشکند کنفرانس به سبا سې شنبه د ۲۳ هېوادونو د استازو په برخې اخیستنې د ازبکستان په کوربه توب د یوې ورځې لپاره جوړ شي.
د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د وري په ۶ مه» مازدیګر په یوه خبري غونډه کې په کابل کې وویل چې د ازبکستان او افغانستان ولسمشران به د دې کنفرانس لومړني ویناوال وي

.
د هغه په خبره، د ترورېزم په وړاندې ګډه مبارزه، جرمي اقتصاد او په سیمه ییزه همکارۍ به په دې کنفرانس کې بحثونه وي.

نوموړي زیاته کړه:
"دا کنفرانس به په رسمي ډول سبا د افغان او ازبک ولسمشرانو په وینا پیل شي، د دې کنفرانس مهمې پایلې به دا وي چې موږ وتوانېږو د سیمې او له سیمې بهر یوه ګډه اراده رامنځته کړو چې څنګه کولای شو چې ټول د ترورېزم، جرمي اقتصاد، مافیا او مخدره موادو په وړاندې مبارزه وکړو او څنګه کولای شو چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې سیمه ییزه همکاري رامنځته کړو."
د ښاغلي مرتضوي په خبره، د دې کنفرانس له پیلېدو وړاندې به نن شپه افغان ولسمشر د ازبکستان له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
د جمهوري ریاست د سرپرست ویاند پر وینا، د روسيې د بهرنیو چارو له وزیر، د اروپايي اتحاديې له ځانګړي استازي، د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر، د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي او له یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره ملاقاتونه د ولسمشر د سفر اجنډا جوړوي.
بل خوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس تاشکند کنفرانس ته هیله‎مند دی وايي، په دغه کنفرانس کې به د کابل پروسې پرېکړې تعقیب او له عملي کېدو سره به‌یې مرسته وشي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس زیاتوي چې د تاشکند کنفرانس به د افغانستان له سولې او سیمه‎ییزې همکارۍ سره مرسته وکړي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۶» د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته په خبرو کې وویل چې په یاد کنفرانس کې به له افغان سولې سربېره د سیمه‎ییزې همکارۍ په اړه هم خبرې وشي.
نوموړی وايي:
"دا یو مهم نړیوال او سیمه‎ییز کنفرانس دی، هیله‌مند یم چې دغه کنفرانس د کابل پروسې له دوام سره مرسته وکړي، ان‌شاءالله د تاشکند کنفرانس به د افغانستان د خلکو له ارمانونو سره چې سوله او ثبات دی او دغه‌شان له سیمه‎ییزې همکارۍ سره زیاته مرسته وکړي."
ټاکل شوې دغه کنفرانس نن د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شي چې له افغان ولسمشر سربېره به د ازبکستان ولسمشر هم ورته وینا وکړي.
د تاشکند په کنفرانس کې به د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، پاکستان، ایران، چین او روسیې په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي هم ګډون وکړي.
د کنفرانس ګډون‎واال به د افغانستان د سولې پروسې او په سیمه‎ییزې امنیتي همکاري خبرې او بحث وکړي.
د تاشکند کنفرانس کې به د کابل پروسې پرېکړې تعقیب او له عملي کېدو سره به‌یې مرسته وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تاشکند په ۱۹۹۹ میلادي کال کې هم د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه و.
د نړیوالو چارو افغان کارپوه خالد سادات وايي، د تاشکند په کنفرانس کې به د کابل پروسې د دوهم پړاو ناستې په ځینو هغه مسایلو چې د سیمه‎ییزې همکارۍ په اړه دي هم بحث وشي.

دی وايي:
"مهمه خبره دا ده چې د کابل پروسې دوهم کنفرانس ځیني مسایل سیمه‎ییزې همکارۍ پورې تړاو لري، زیات مسایل شته چې هغه د سیمه‎ییزې همکارۍ په حضور کې باید ترسره شي، زما باور دا دی چې د سولې په اړه د افغان حکومت دریځ د تاشکند په کنفرانس کې تر پراخ بحث وروسته عملي بڼه خپلولی شي."
د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند دوه ورځنی کنفرانس داسې مهال پیلېږي چې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۸مه د کابل پروسې دوهم کنفرانس په کابل کې جوړ شو او افغان ولسمشر اشرف غني په‎کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.
خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت دغه وړاندیز ته ځواب نه‎دی ویلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د تاشکند په کنفرانس کې به نړیوال یو ځل بیا په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي لپاره له روانو هڅو ملاتړ وکړي.
خالد سادات وايي، په دغه کنفرانس کې به هغه شکونه چې روسیه‌یې د افغانستان، مرکزي اسیا او په سیمه کې د امریکا د حضور په اړه لري مطرح شي او هغه هېواد به په ښکاره توګه خپل ځوابونه ترلاسه کړي.