"د اتلسم اییني بدلون ختمول امکان نه لري"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې ګوند به یې د اتلسم اییني بدلون د ختمولو مخه نیسي. نوموړي دغه څرګندونې د خالي په ورځ په بنو کې د یوې جلسې پرمهال وکړې.

دا راز وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وايي، په اتلسم اییني بدلون کې د ترمیم ضرورت نشته. نوموړي دا خبره د تېرې جمعې په ورځ له پاکستاني آج ټیلي ویژن سره په مرکه کې وکړه او زیاته یې کړه چې د اتلسم اییني بدلون په عملي کولو کې ځینې ستونزې شته چې د حلولو هڅې یې کوي

.

اتلسم اییني بدلون چې پکې صوبو ته ډیر واک ورکړل شوی، په ۲۰۱۰م کال کې منظور شوی دی. دا چې اته کاله وروسته د دې بدلون په اړه اندیښنې ولې را پورته شوي؟ د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او پخوانی سینیټر افراسیاب خټک په دې اړه وايي:

((په دې ورستیو کې د پاکستان د پوځ مشر لخوا داسې خبرې مخې ته راغلي چې ګیني اتلسم اییني بدلون ښه نه دی. د دې تر شا اولنۍ وجه دا کیدی شي چې د دې بدلون وروسته اوس څوک په اسانه جمهوري حکومتونه نشي ړنګولی. دویمه د دې بدلون لوجې مالي وسایل زیاتره صوبو ته تللي نو هم پکې د مرکز برخه کمه شوې. او دریمه دا د جمهوري حکومت د نسکورلو پر ضد د ایین شپږمه ماده لا نوره مضبوطه شوې ده نو کیدی شي چې دغه هم غېر جمهوري قوتونو خوښه نه وي.))

د پاکستان پوځ په رسمي ډول د اتلسم اییني بدلون په اړه څه نه دي ویلي او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په وار وار ویلي چې په هېواد کې د جمهوريت ملاتړ کوي.

بلخوا د پیپلز ګوند یو مشر او پخوانی سینټر تاج حېدر وايي له ۲۰۱۰م کال راهیسې اتلسم اییني بدلون د عملي کولو په وړاندې خنډونه پورته کول کیږي. نوموړي زیاته کړه:

((د دې بدلون عملي کولو د مخنیوي لپاره بېلا بېلو بهانې کیږي. مثلاً په دې بدلون کې صوبو ته د ګیس او تیلو د پیدوار ۵۰ فیصده ملکیت ورکولو خبره ده، هغه نه عملي کیږي. دا راز زکات، د کارګرانو فنډ او یو شمیر نورې چارې صوبو ته نه ورکول کیږي او تر اوسه د مرکز په کنټرول کې دي. نو هغه قوتونه چې په صوبو د مرکز قوت زیاتول غواړي په دې عمل کې بوخت دي.))

تاج حېدر هم دا راز وویل چې په دې هېواد کې جمهوري عمل وده کړې او غېر جمهوري قوتونه اتلسم اییني بدلون نشي ختمولی.

دا راز د تحریک انصاف د سینټ غړی شبلي فراز وايي پاکستان له یو شمیر ننګونو سره مخ دی پکار ده چې د هغې لپاره هلې ځلې وکړی شي.

((دا وخت هېواد له یو شمیر اندروني او بیروني چېلنجونو سره مخ دی، پکار ده چې هغې لپاره ګامونه پورته کړل شي. اتلسم اییني بدلون پارلیمان په متفقه توګه ۱۹۷۳م کال د این سره منظور کړی دی دا څوک هم په اسانه نشي ختمولی. اوس د موجوده حکومت وخت سر ته رسیږي چې نوی پارلیمان جوړ شي نو هغه که غواړي بیاکتنه ورته کولی شي.))

سینیټر شبلي فراز زیاتوي چې د اتلسم اییني بدلون د خاتمې خبرې په وړو صوبو کې احساس محرومي زیاتوي او پکار ده چې له دې ډډه وکړل شي.