امریکا دې د پښتنو د تحریک ملا وتړي او کنه؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

" امریکا باید پښتون تح‏ریک ته په ښه سترگه وگوري، ځکه چې امریکا مدام د مدني ټولنې د حقونو خبره کوي. مونږ وایو چې خلک دې د خپل فکر د څرگندولو ازادي ولري او په زغرده دې د ترهگرۍ ضد مبارزه وکړي."

دغه څرگندونې په واشنگټن کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د تحریک په اړه امریکا غږ ته په یوې مرکې کې کړي

.

ښاغلي کگلمین وویل چې منظور پښتین د ترهگرۍ او د پښتنو د اساسی حقونو لپاره مبارزه پیل کړیده نو باید امریکا ورته په درنه سترگه وگوري. خو هغه دا هم وویل چې مشکله ده چې امریکا د یو ملک په داخلي چارو کې مداخله وکړي. "امریکا به د منظور پښتین ملاتړ په عمومي ډول ځکه نه کوي، چې نه غواړي د پاکستان په مسلو کې د یو اړخ طرفداري وکړي." هغه دا اندیښنه هم څرگنده کړه چې که امریکا د پښتون تحریک د ملاتړ اعلان وکړ نو دا به دغه تحریک ته تاوان ورسوي ځکه چې "دا به د تح‏ریک غړي د امریکا ملاتړي وښیي او خلک به بې په ضد وپاروي."

امریکا چې په پاکستان یې د تیر یو کال نه فشار زیات کړیدی چې په دغه ملک کې د ترهگرو ضد اقدامات وکړي تراوسه پورې د دغه تح‏ریک په اړه څرگندونې ندي کړي.

د امریکا د میریلینډ په ایالت کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر عاصم یوسفزی هم د مایکل کگلمین سره موافق دی. ښاغلی یوسفزی وایي چې پکار ده امریکا په اصولي توگه د پښتون تحریک ملاتړ کړی وی خو داسې به ونکړي.

دا چې د هغه په فکر امریکا به ولې د پښتون تحریک ملاتړ ونکړي، هغه وویل "که امریکا د پښتون تحریک ملاتړ اعلان کړ نو دا به د پاکستان اداری په غوسه کړي او امریکا دا نشي کولی چې د یو هیواد په داخلي چارو کې مداخله وکړي."

ښاغلي یوسفزي وویل چې امریکا پدی اړه ډیره څرگنده پالیسي لري. خو هغه زیاته کړه چې د تر ټولو ښه لاره به دا وي چې د کانگرس غړي د پښتون تحریک په ملاتړ ویناوې وکړي څنگه چې هغوي د بلوڅانو لپاره کړیدي.

نړیوال عکس العمل

تراوسه پورې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني نه علاوه، بل کوم هیواد د پاکستان د پښتنو د تح‏ریک په هکله څرگندونې ندي کړي.

د هغې نه وروسته چې ولسمشر غني د پښتون تحریک په ملاتړ ټویټ وکړ، په پاکستان کې هم په مطبوعاتو کې د دغه تحریک په هکله تبصرې پیل شوې او په تیرو څو ورځو کې د پاکستان په مشهورو ټیلوژني چینلونو د منطور پښتین او د هغه د تحریک د غوښتنو په اړه پروگرامونه وشول.

د یادونې وړ ده چې د بخښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان د حکومت نه غوښتي دي چې د پښتون تحریک په ضد دې جرمي دعوې بیرته واخلي ځکه چې سوله ایز احتجاج د هغوي حق دی.

راتلونکي احتجاجي غونډې

د پاکستان د پښتنو د تحفظ تحریک اعلان کړیدی چې د اپریل په لمړنۍ نیټه به په پیښور کې احتجاجي غونډه کوي. دا د دغه تحریک د احتجاجي غونډو د کړۍ برخه ده چې د تیرې یوې میاشتې نه لا دوام لري.

د پښتون تحریک مشر منظور پښتین امریکا غږ ته دا هم ویلي و چې سوات ته هم د تگ اراده لري او ډیر ژر به نیټه اعلان کړي.