رهګذر نن د بلخ د نوي والي په توګه کار پیلوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلخ ولایتي چارواکي وايي، چې ټاکل شوې په ولسي جرګې کې د بلخ ولایت استازی محمد اسحاق رهګذر به نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د نوي والي په توګه کار پیل کړي.

ټاکل شوې د نوي والي د معرفي کولو په مراسمو کې د بلخ د ولایت د یو شمیر عالي رتبه چارواکو سربیره له کابل څخه هم یو شمیر عالي رتبه چارواکي برخه واخلي

.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه لا څرګنده نه ده، چې په دغو مراسمو کې به له کابل څخه کوم چارواکی ګډون وکړي، خو هغه زیاته کړه، چې یو پلاوی له کابل څخه د بلخ ولایت ته په لاره دی.

د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په څیر محمد اسحاق رهګذر هم د جمعیت اسلامي افغانستان د ګوند یو لوړپوړی چارواکی دی، چې د طالبانو د حکومت د ړنګیدو وروسته هم د بلخ ولایت د والي او د بلخ د پوهنتون د رئیس په توګه یې دندې سرته رسولي دي.

ښاغلی رهګذر اوس مهال په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت د استازي په توګه په کار بوخت دی.

د لیندۍ د میاشتې په ۲۷ مه د افغانستان جمهوري ریاست اعلان وکړ، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور استعفی منلې او د بلخ ولایت لپاره یې محمد داود د نوي والي په توګه نومولی دی، چې د ارګ دا اعلان د ښاغلي نور د کلک غبرګون سره مخ شو او د جمهور رئیس غني پریکړه یې ونه منله.

د بلخ د پخواني والي له خوا په خپله پلوۍ د پراخه څه باندې دوو میاشتو کمپاین وروسته د کب د میاشتې په نیمایي کې عطا محمد نور او ارګ د بلخ د نوي والي د ټاکلو په سر سره هوکړې ته ورسیدل.

د بلخ د نوي والي په سر دا هوکړه وروسته له هغې وشوه ، چې افغانستان د ملي امنیت رئيس معصوم ستانکزی او د جمهور رئیس غني د دفتر رئيس عبدالسلام رحیمي د کب د میاشتې په نیمایي کې بلخ ته سفر وکړ او هلته یې د عطا محمد نور سره د دغې لانجې په سر خبرې وکړې.

پخپله عطا محمد نور د چهارشنبې په ورځ د روضې په زیارت کې د نوي کال د لومړۍ ورځې په مراسمو کې د بلخ ښاریانو ته خپلې خدای په امانۍ وینا کې ارګ سره د هوکړې اعلان وکړ او ویې ویل، چې د بلخ ولایت د والي په توګه یې د دریو تنو نومونه جمهور رئیس غني ته سپارلي، چې که له دغو دریو هر یو یې والي شي د دغه ولایت خلکو ته به خدمت وکړي.

د بلخ پخواني والي د ارګ او د جمعیت سالامي ګوند ترمنځ د هوګړې محتویات اعلان نه کړل، خو ویې ویل، چې جمهور رئیس غني ورسره په ډیرو مواردو کې موافقې ته رسیدلی دی.

ښاغلي نور وویل " د اسلامي جمعیت او د ملي یووالي حکومت ترمنځ له رامنځ ته شویو ستونزو وروسته، د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره یو لړ هڅې وشوې... د دواړو خواو ترمنځ په څو پړاوو کې مذاکرات وشول او د اسلامي جمعیت او د هغه د متحدینو د غوښتنو پر سر بحثونه وشول او په اکثرو مواردو کې یې توافق شوی دی".

د بلخ پخواني والي وویل، چې د شوې هوکړې له عملي کیدو وروسته به نوموړی د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره چمتوالی ونیسي.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس محمد افضل حدید، چې د ښاغلي نور په نږدې دوستانو کې شمیرل کیږي، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې جمهور رئیس غني د بلخ د پخواني والي څو غوښتنې منلي دي.

ښاغلي حدید وویل" د هوکړې یو شمیر موارد منل شوي او یو شمیر یې لا هم همداسې پاتې دي، نن شپه په دولس ماده ییزې هوګړه کې یو لړ تعدیلات راړول شوي دي".

د بلخ د ولایتي شورا رئیس د دولس ماده ییزې هوکړې په اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه.

ټاکل شوې د نوي والي د معرفي کولو مراسم نن یوه بجه د بلخ ولایت په مقام کې ترسره شي.