د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي په پېښور کې به پر ټاکلې نېټه جلسه کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، د مارچ په ۲۵مه نېټه به په پېښور کې خپله احتجاجي جلسه کوي، چې وایي د هېواد له بېلابېلو ښارونو به پښتانه پکې ګډون کوي.

د پېښور انتظامي چارواکو د شورو- چارشنبې په ورځ په پېښور کې تر دوو میاشتو پورې د قانون ۱۴۴مې مادې د نافذولو اعلان وکړ، چې له مخې به یې پر هوايي ډزو، کوترو او باډیوو (ګوډيو) الوځولو او د ډېرو خلکو پر را غونډېدو بندیز وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي د قانون ۱۴۴مه ماده د دوی د جلسې د مخنیوي او ناکامۍ لپاره نافذه کړل شوې ده، خو وایي دوی به پر ټاکلیو نېټو لومړی په پېښور او بیا په سوات کې خپلې جلسې کوي

.

د زیارت- جمعرات په ورځ د پېښور په باغِ ناران کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځانګړې غونډه وشوه، چې پکې د پېښور د کېدونکې جلسې په اړه خبرې وشوې. غونډې ته په وینا کې د غورځنګ یوه غړي نظیف خان اشنغر پر ټولو پښتنو غږ وکړ، چې د پېښور په جلسه کې په ګڼ شمېر سره ګډون وکړي:

"پر سیاسي، ټولنیزو، ملتپالو، مسلکي او عامو خلکو غږ کوو، چې خپل بچي، ښځې، لوڼې، میندې او د سکول ماشومان دغو جلسو ته راولي او بیا به د دې جلسې په نتیجه کې پر ټولو پښتنو غږ کوو، چې یو قومي هړتال وکړو، له کورونو په یبلو پښو او سرتور سر د ظلم په خلاف را ووځو"

په غونډه کې وویل شول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې او احتجاجونه په پاکستان کې د قانوني حقونو د غوښتنې لپاره کېږي، خو که یې مخه نیول کېږي نو دا یو غیرجمهوري ګام دی چې وایي د پاکستان آیین یې هم اجازه نه ورکوي.

د دې غورځنګ یو غړی او د فاټا د وکیلانو د اتحادیې مشر رحیم شاه ایډوکېټ وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې په راتلونکي اتوار په (باړه) کې هم یوه سولییزه جلسه جوړوي، چې وایي یواځې د خپلو حقونو خبره به پکې کوي:

"حکومت په مختلفو طریقو کوشش کوي چې دا جلسې دوی ناکامه کړي، ځینو خلکو ته ټیلیفونونه هم کېږي، دفعه ۱۴۴ یې د همدې لپاره لګولې ده چې د دغو جلسو مخه ونیسي، خو که دوی هر څومره حربې استعمال کړي زموږ د ځوانانو حوصلې اوچتې دي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي په اسلام اباد کې تحریک انصاف ګوند په وار- وار د ۱۴۴مې مادې پر نفاذ برسېره سترې جلسې کړې دي، خو که د دوی د جلسې مخه په دې پلمه نیول کېده، نو دوی به په دې اړه عدالت ته هم خپل درخواست وړاندې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه کې له فضل الرحمن اپریدي څخه ځانګړې مننه وشوه، چې د پښتنو په استازیتوب یې له پښتنو سره د پاکستاني ریاست د ظلم په اړه د دوی غوښتنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته و رسولې.