اردوغان: د سوریې د عفرین ښار مرکز مو ونیو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ترکیې ولسمشر وايي، ځواکونه یې عفرین ښار ونیو او د ترکیې بیرغ یې په دغه سرحدي ښار کې پورته کړ.

د رپوټونو له مخې ځايي وخت سهار اته نیمې بجې بشپړ ښار د کورد وسلوالو له لاسه وتلی دی

تېرو دوو میاشتو کې د ترکیې پوځ له عفرین ښار د خلکو ساتندویه ځواک یا وای پي ډي د اېستلو لپاره عملیات پیل کړي و

.

د دې جګړې له امله تر یو لک پنځوس زره کسان له عفرین ښار وتلي دي.

ترکیه د هغو کورد وسلوالو پرضد جګړه کوي چې ترهګر یې بولي، خو د اسلامي دولت ډلې پرضد عملیاتو کې دا ډله د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ملګرې وه.

ترکیه په عفرین کې څه غواړي؟

ترکیه هڅه کوي، له عفرین څخه د کورد خلکو ساتندویه ډله یا وای پي جي وشړي.

دا ډله له ۲۰۱۲ کاله راپدېخوا پر عفرین واکمنه ده.

انکره وايي دا ډله په ترکیه کې له بلې کورد ډلې پي کې کې سره اړیکه لري، چې په دغه هېواد کې د کوردانو د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي.

 

خو کورد خلکو ساتندویه ډله د اسلامي دولت ضد جګړه کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف مهمه ملګرې پاتې شوې.

ترکیې د دې ډلې په ضد د تېرې جنورۍ په وروستیو کې هوايي بریدونه پیل کړل او وروسته یې ځمکنی پوځ هم سیمې ته ننوېست.

په دغه سیمه کې د جګړې په سختېدلو سره خلک کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د ولسي وګړو مرګ ژوبله

ویل کېږي د ترکیې په هوايي بریدونو کې هغه په لسګونو ولسي وګړي وژل شوي دي، چې د ځان ژوغورنې لپاره له جنګي سیمې وتل.

که څه هم ترکیه په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو وژنه ردوي، خو د عفرین یوه اوسېدونکې رانیه وايي، ترکیې په موټرو کې سپاره ولسي وګړي په نښه کړل.

د هغې په خبره: هلته هرې خوا ته مړي پراته وو.

د ترکیې د هوايي ځواکونو په بمبار کې وړمه ورځ د عفرین ښار روغتون هم په نښه شوی دی.

د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، چې روغتون کې شپاړس کسان وژل شوي دي.

د کورد سرې میاشتې یوه چارواکي فرانس خبري اژانس ته ویلي چې دا په ښار کې یواځنی روغتیايي مرکز و.

خو ترکیه د روغتون په نښه کول ردوي او وايي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې عملیاتو کې یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.