روسیه وایي، برتانیا ته به ژر ځواب ورکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې او برتانیا تر منځ له وروستیو ډیپلوماتيکو نانندریو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند ویلي، ژر به وروستۍ پرېکړه وکړي.

برتانیا وروسته له هغه د روسیې ۲۳ دیپلوماتان له هېواده وشړل چې مسکو په یوه پېښه کې د روسیې د ښکېلتیا په هکله ځواب ورنکړ.

روسیې په برتانیا کې د پخواني جاسوس او د هغه د لور پر خلاف د زهرجن ګاز د کارولو تورونه رد کړي. د بهرنیو چارو وزیر یې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې تورونه (بې ځایه) بللي

.

د رپوټونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې په یوه غونډه کې خبرې کولې چې بېلابېلو رسنیو یې خبرې په بدل ډول راخیستې.

د نووستي په نامه خبري رسنۍ د ده په نقل قول لیکي "موږ به ژر بریتانوي دیپلوماتان وشړو."

خو یو شمېر نورو رسنیو بیا لیکلي چې ده وویل: لومړی به برتانوي چارواکو ته خبر ورکړي او بیا به یې په رسنیو کې اعلان کړي. رسنۍ د ده له خولې لیکي "موږ به با ادبه غبرګون وښیوو، لومړی به له دوی سره خبرې وکړو، بیا به اعلان وکړو."

د ولسمشر پوتین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، بهرنیو چارو وزارت په ځینو چارو لګیا دی، خو وروستۍ پرېکړه به ولسمشر پوتین کوي.

بل خوا په برتانیا کې بیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن ویلي په دغه پخواني جاسوس برید ښيي چې روسیه څه ډول غواړي د هغو خلکو غږ خپ کړي چې د روسیې د حکومت پر خلاف غږ پورته کوي.

ښاغلي جانسن ویلي، د کارول شوي زهرجن ګاز یوه بېلګه به د کیمیایي وسلو د بندیز ادارې ته هم د څېړنو لپاره واستول شي.