د کجکي د برېښنا بند د دویم فاز تړون لاسلیک شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د کجکي د ۱۰۰۰ میګاوات بریښنا د دویم فاز پروژې تړون یې له یو عراقي شرکت سره لاسلیک کړ.

دا بهرنی شرکت به په دغې پروژې باندې ۱۷۵ میلیون ډالر پانګونه کوي. د ارګ اعلامیه وايي چې دغه عراقي شرکت به تر ۲۰ کلونو پورې د برېښنا د تولید په ګټې کې شریک وي.

ارګ وايي افغان حکومت به د دغې پروژې له لارې شاوخوا۹۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کوي

.

د دغې پروژې اجرايي قرارداد د سه شنبې په ماښام (مارچ۵) په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله په موجودیت کې لاسلیک شو.

د ارګ اعلامیه وايي چې پر دغې پروژې سربېره د زمین داور د کانال او موسی قلعه د بند د رغېدو قراردادونه هم لاسلیک شول.

د ددغو پروژو په عملي کېدو سره به د سیلابونو مخه ونیول شي، زراعتي ځمکو ته به اوبه ورسول شي، برېښنا به تولید کړل شي او د ارګ په خبره ډېرې نورې ګټې به یې هم خلکو ته ورسیږي.

تر دې مخکې افغان حکومت له دوو هندي شرکتونو سره د کاسا۱۰۰۰، اندخوی-شبرغان او شبرغان-دشت الوان د برېښنا د انتقال پروژې لاسلیک کړې دي.