ارګ: له عطامحمد نور سره خبرې پایلې ته رسېدلې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن 'سې شنبه مارچ شپږمه ' ومنله چې د دوی له خوا د ټاکل شوي پلاوي او عطا محمد نور ترمنځ خبرې پایلو ته رسېدلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د دغو خبرو پایلې څرګندې شي.

''له ډېر پخوا راهیسې د حکومت هڅه دا وه چې دا موضوع د خبرو له لارې هواره شي. حکومت چې په دې برخه کې کوم زغم درلود، موخه یې دا وه چې په دې برخه کې د بلخ او نورو ولایتونو خلکو ته کومه اندېښنه پيدا نه شي. اوس هیلې شته چې ژر به دا موضوع هوارېږي. کومې خبرې چې شوي، ګټورې وې او پایلو ته هم رسېدلي یو. نور جزیات به ژر له رسنیو او خلکو سره شریک شي. ''

له خپله اړخه د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر مشر سلام رحیمي ته دنده ورکړې چې نیغ په نیغه له عطامحمد نور سره خبرې وکړي.

تېره ورځ داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې عطامحمد نور د بلخ ولایت له څوکۍ خپل تلل منلي، خو دا شرط یې ایښی چې ځای ناستی یې باید د ده په خوښه وټاکل شي او دغه خبرې تراوسه د ارګ او جمعیت اسلامي ګوند له خوا نه دي تائيد شوي.

حکومت له خپله اړخه د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر مشر سلام رحیمي ته دنده ورکړې چې نیغ په نیغه له عطامحمد نور سره خبرې وکړي.

دغه دوه چارواکي تېره ورځ له دوه ورځنیو خبرو وروسته کابل ته ستانه شول.

وړاندې، د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور ویلي و، د بلخ له ولایته، نه لاس پر سر کېږي او په دې اړه یوازې د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه شورا پرېکړه کولی شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نژدې درې میاشتې وړاندې د ښاغلي عطاء د استعفا منلو اعلان وکړ، خو ښاغلی نور تر اوسه ټینګار کوي چې استعفا یې مشروطه وه او د ارګ له خوا د هغه لیرې کېدل نه مني.

حکومت وروسته محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه اعلان کړ، خو تر اوسه نوموړي ته د نوي والي په توګه د کار کولو موقع نه ده ورکړل شوې.