'د سرور دانش ساتونکو له خوا د خبریال وهلو قضیه ارزول کېږي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د رسنیو ملاتړو ادارو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ساتونکو لخوا په کابل کې د یوه خبریال ډبول غندلي او د پېښې جدي ارزولو غوښتنه یې کړې. د ښاغلي دانش دفتر ویلي؛ ددغې ادعا په تړاو څېړنه کوي.

پرون د یوې ځایي رسنۍ یوه خبریال وویل، دفتر ته د تګ پرمهال د ولسمشر دویم مرستیال ساتونکو لخوا له خپل ورور سره ډبول شوی. تردې وړاندې هم د ښاغلي دانش ساتونکي د خلکو په وهلو ډبولو تورن شوي وو.

په پلازمینه کابل کې د لوړپوړو دولتي چارواکو لپاره د سړکونو بندېدل کلونه کېږي عادي خبره ګرځېدلې. هریوه ته، د کابل په زړه کې له ګڼې ګوڼې ډکې لارې هره ورځ لږ ترلږه دوه ځلې تړل کېږي، لومړی دفتر او بیا کور ته د تګ پرمهال. دلیل یې هم روښانه دی، امنیتي اندېښنې

.

خو کله کله د چارواکو د ساتونکو لخوا خلکو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي رپوټونه ورکول کېږي. د یوه ځایي ټلویزیون خبریال جمال ناصر فرهمند وایي؛ سهار دفتر ته پر لاره و چې د کابل په لویدیځه څنډه دارالامان کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ساتونکو دی او دده ورور وډبول:

"په خواشینۍ سره چې د اتو بجو په شاوخوا کې د ښاغلي سرور دانش د ساتونکو لخوا له هرډول دلیل پرته وډبول شو. موږ ترې د لامل پوښتنه وکړه، خو هغوی فزیکي برخورد وکړ، کنځلې یې وکړې. موږ وروسته پوه شو چې خط سیر و او ښاغلی دانش له خپل کور نه دفتر ته تله. دا ډول پېښې هره اونۍ یو یا دوه ځلې پېښېږي چې عادي خلک د ښاغلي دانش د ساتونکو له ناسم چلند سره مخامخ کېږي."

ښاغلی فرهمند دا موضوع د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی سره شریکه کړې او په رسمي ډول یې د د ولسمشر دویم مرستیال له ساتونکو شکایت کړی.

د نی ادارې د طلوع خبریال وهل ډبول غندلي دي او هغه یې د قانون خلاف کار بللی. د دغې ادارې اجراییوي رییس مجیب خلوتګر وویل؛ دا موضوع باید په جدي ډول د اړوندو دولتی ادارو لخوا وارزول شي.

خو د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر، د ساتونکو لخوا ددغه خبریال وهل ډبول ردوي. د ښاغلي دانش د دفتر رییس انور رحمتي بي بي سي ته وویل، دوی د حقیقت موندنې په هدف د دغې پېښې په تړاو څېړنې پیل کړي دي:

"کېدای شي ساتونکي ویلي وي چې ودرېږه، ترډېره هغه ساتونکی له ښاغلي فرهمند نه شکایت لري چې ښکنځلې یې کړي او شورماشور یې جوړ کړی. ما پخپله ښاغلي فرهمند سره خبرې وکړې، په خواشینۍ سره د تمې خلاف چلند یې وکړ. سمه ده چې یوه بده پېښه رامنځته شوې وه، ما په ټول درناوي سره ورته وویل چې دا قضیه تعقیبوو. تاسو وبښخئ."

تردې وړاندې هم د ښاغلي دانش د ساتونکو لخوا د خلکو وهلو ډبولو راپورونه ورکړل شوي و. دوه کاله وړاندې کابل کې د یوه پولیس تر وهلو وروسته د ولسمشر دویم مرستیال یو ساتونکی له دندې ګوښه شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپل کار په پیل کې ویلي و نور هیڅ یوه لوړپوړي چارواکي ته لارې نه بندېږي، خو دا ژمنه لا هم یوازې شعار پاتې شوی.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د سمون او بدلون په نوم د یوې مدني ټولنې غړي خپل انځورونه پر ټولنیزې شبکې خپاره کړل چې مخ یې په وینو لړلی و او ادعا یې کوله چې د ښاغلي دانش ساتونکو وهلی. خو ښاغلي رحمتي هغه پېښه ناسم پوهاوی وباله او ویې ویل چې زیانمن کس یې له قانوني تعقیبولو تېر شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپل کار په پیل کې ویلي و نور هیڅ یوه لوړپوړي چارواکي ته لارې نه بندېږي، خو دا ژمنه لا هم یوازې شعار پاتې شوی.

د لوړپوړو دولتي چارواکو د ساتونکو، د هغوی خپلوانو او نورو زورواکانو لخوا له کابل ښاریانو او آن پولیسو سره د ناوړه خبره په وار وار په ټولنیزو رسنیو کې راپورته شوې. پر حکومت د خلکو نیوکه دا ده چې دا ډول پېښې په جدي ډول نه ارزول کېږي ترڅو په راتلونکې کې یې مخه ونیول شي.