د ارګ پلاوي له عطاء محمد نور سره پټې خبرې کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

    افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بلخ ته له عطاء محمد نور سره د خبرو لپاره د جګپوړو امنیتي چارواکو استول شوي پلاوي د تړلو دروازو تر شا تر خبرو وروسته بیا هم د کوم پرمختګ په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.
په دې پلاوي کې د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی، د ولسمشر ددفتر مشر عبدالسلام رحیمي هم وو.
دغه پلاوي بلخ ولایت کې دوې ورځې له عطا محمد نور سره خبرې کړې، خو جزییات یې لاهم نامالوم دي، خو ځینې خبري سرچینې وايي ښاغلي نور منلې ده چې د بلخ ولایت له والیتوب به ځي، خو شرط یې دا دی چې ځای ناستی والي به د ده په خوښه ټاکل کېږي

.
تر اوسه کومې رسمي سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ارګ ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، حکومت له سوله ییزې لارې له ښاغلي نور سره د اختلاف حلولو په هڅه کې دی.
د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو په تړاو د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید وویل:
"ښاغلی ستانکزی او سلام رحیمي مزارشریف ښار ته راغلي و او دلته یې د بلخ له والي عطا محمد نور سره خبرې اترې وکړې، دواړو لوریو یو بل ته خپل وړاندیزونه کړي، دا چې دقیقاً په کومو مسائلو خبرې شوي او څه پریکړې شوي نه شم کولای په اړه یې له مخکې نه قضاوت وکړم، ځکه زما تر هغو چې زما معلومات موثق نه وي نه غواړم رسنیو سره یې شریک کړم."
جمعیت اسلامي ګوند چې ښاغلی نور یې له جګپوړو مشرانو ګڼل کېږي، هم تر اوسه ددغو خبرو په تړاو رسمي دریځ نه دی ښودلی. ددغه ګوند یوه ویاند د ارګ او نور ترمنځ د خبرو په اړه بې خبري وښوده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نژدې درې میاشتې وړاندې د ښاغلي عطاء د استعفا منلو اعلان وکړ، خو ښاغلی نور تر اوسه ټینګار کوي چې استعفا یې مشروطه وه او د ارګ له خوا د هغه لیرې کېدل نه مني.
حکومت وروسته محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه اعلان کړ، خو تر اوسه نوموړي د نوي والي په توګه د کار کولو توان ونه موند.
وړاندې، د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور ویلي، د بلخ له ولایته، نه لاس پر سر کېږي او په دې اړه یوازې د دغه ګوند مشرتابه شورا پرېکړه کولی شي.
تر اوسه د ښاغلي نور او ارګ ترمنځ د خبرو منځګړیتوب د جمعیت اسلامي د استازو له خوا کېده، خو اوس ښکاري چې ښاغلی نور په مستقیم ډول له ارګ سره چانې وهلو ته رامخکې شوی دی.
لاهم د بلخ د والي په تړاو برخلیک نامالوم دی.