فاریاب کې لسګونه بهرني سرتېري ځای پر ځای کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د شمال فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، وروستیو امنیتي ګواښونو ته په کتو په دغه ولایت کې د پرېکنده ملاتړ په چوکاټ کې لسګونه بهرني سرتېري مېشتېږي.

دغه ځواکونه به د فاریاب په مرکز میمنه کې ځای پر ځای شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په فاریاب کې د بهرنیو ځواکونو بیاتلل مني

.

په فاریاب کې د شاهین قول اردو یوه قومندان جنت ګل کړوخیل بي بي سي ته وویل، د بهرنیو ځواکونو لومړۍ جوپه به د روانې مارچ میاشتې پر اومه دغه ولایت ته ورسېږي.

نوموړي وویل، په پیل کې به فاریاب ته ۶۰ بهرني سرتېري لاړ شي چې بیا به یې شمېر ۳۰۰ کسانو ته لوړ شي.

ښاغلی کړوخېل وايي، فاریاب ته تلونکي بهرني ځواکونه به له افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه جګړو کې برخه واخلي او مشورې به ور کړي.

بهرنیو ځواکونو ته د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ هم ور له غاړې دی.

ښاغلی کړوخېل وايي، په وروستیو کې په فاریاب کې امنیتي وضعیت خراب شوی او دمګړۍ د دغه ولایت ۱۰ ولسوالۍ له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخې دي.

د هغه په خبره، د فاریاب د امنیت، د شمال د لویې لارې د امنونې او د یو شمېر اقتصادي پروژو لکه برېښنا، حقلوي سړک، اورګاډي پټلۍ او نوري فایبر پروژو تطبیق ته د لارې هوارولو په موخه حکومت وپتېیله چې په فاریاب کې بهرني ځواکونه مېشت شي.

تر دې وړاندې په فاریاب کې امریکايي او نارویژي سرتېري ځای پر ځای و چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د دغه ولایت امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاره.

فاریاب د افغانستان په شمال لوېدیځ کې له مهمو ولایتونو څخه دی چې ویل کېږی ناامني یې د ټول شمال پر امنیت اغېز کولی شي.

د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ تېرو وختونو کې څو ځلي د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوي دي.

فاریاب کې د دولت د مخالفو وسله والو په منځ کې طالبان نسبتاً ډېر فعال دي.