پاکستان ټاکنې: پنجاب کې د مسلم لیګ او سیند کې د پیپلز ګوند بری

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان مشرانو جرګې یا سېنټ د نیمايي غړو کاري دوره پای ته رسېدلې او د ټاکنو لپاره یې د رایې کاروونې بهیر بشپړ شوی دی او یو شمېر لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون له لوري ویل شوي، چې لومړنۍ پایلې څرګندې شوې دي او له قبایلي سیمو نه هدایت الله، شمیم اپریدی، هلال الرحمان او مرزا محمد اپریدی بریالي کاندیدان دي.

د مشرانو جرګې لپاره ۱۱ غړو د رایې ورکړې حق درلود، خو درېیو غړو د فاټا اصلاحاتو موضوع پر سر د اختلاف له کبله رایې نه ده کاروولې

.

دغه راز له پلازمېنې اسلام اباد نه پر عامو څوکیو اسد علي خان جنیجو او د تکنو کراتانو لپاره ځانګړې څوکۍ ته مشاهد حسین سید بریالي بلل شوي دي.

سند

د سند ایالت له ۱۲ څوکیو ۱۱ پاکستان پیپلز ګوند تر لاسه کړې او یوې څوکۍ ته د پاکستان مسلم لیګ فنکشنل ګوند کاندید بریالی شوی دی.

خیبر پښتونخوا

له پېښوره د بي بي سي خبریال عزیزالله خان په خپل رپوټ کې کاږي، پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا ایالت پر درېیو څوکیو بریا تر لاسه کړې، خو مولانا سمیع الحق او انیسه زیب چې د پي ټي ای ملاتړ ورسره و، نه دي توانېدلي بریالي شي. پاکستان پیپلز ګوند له اوو ایالتي اسمبلۍ غړو سره د ښځو یوه څوکۍ تر لاسه کړې ده.

خیبر پښتونخوا په کچه یو شمېر ګوندونو اتحاد کړی و، چې د آفتاب احمدخان شیرپاو په مشرۍ قومي وطن پارټۍ له تحریک انصاف سره، پیپلز ګوند له جمعیت علمای اسلام سره اتحاد کړی و او د عوامي نیشنل ګوند او جماعت اسلامي تر منځ هم د اتحاد خبرې کېدې. د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو شمېر ۱۲۴ دي، خو د تحریک انصاف یوه غړي بلدیو کومار تر اوسه لوړه نه ده کړې او یو بل غړی عبدالمنعم نا اهل بلل شوی دی.

بلوچستان

د بي بي سي خبریال محمد کاظم رپوټ کې ویل شوي د بلوچستان ایالت ۱۱ څوکیو نه شپږ خپلواکو کاندیدانو بریا تر لاسه کړې، یوې څوکۍ ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سردار شفیق ترین بریالی شوی، یوې - یوې څوکۍ ته د جمعیت علمای اسلام مولوي فیض محمد او د نېشنل ګوند اکرم بلوڅ بریالي شوي دی. د ښځو لپاره دوو ځانګړو څوکیو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عابده او خپلواکه کاندیده ثنا جمالي بریالۍ شوې دي.

پنجاب

د پنجاب ایالت لپاره ۱۲ څوکۍ مشرانو جرګه کې ځانګړې شوې، چې د غیر رسمی او غیر نهايي پایلو سره سم ۱۱ څوکۍ د پاکستان مسلم لیګ (نواز) ګوند کاندیدانو ګټلې او پر یوې څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف کاندید تر لاسه کړی دی.

د پاکستان مشرانو جرګې له ټولټال ۱۰۴ غړو نه د ۵۲ غړو کاري دوره مارچ میاشت کې پای ته ورسېده او له هغه وروسته ټاکنو کمېسیون د رایې اخیستو مهالوېش اعلان کړ.

د ۵۲ څوکیو دغو ټاکنو لپاره له پلازمېنې، قبایلي سیمو او ټولو څلورو صوبو نه ۱۳۳ کاندیدان د سیالۍ ډګر ته وتلي وو.

د ټاکنو پایله کې به له صوبو نه ۴۶، له پلازمېنې دوه کسان او له قبایلي سیمو څلور کسان د سناتورانو په توګه ټاکل کېږي. دغه ټاکنې دا ځل ځکه مهمې بلل کېږي، چې ورسره به مشرانو جرګه کې د ګوندونو ونډه له یوه سره بدله شي.

پاکستان سترې محکمې دا وروستیو کې پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف د خپل ګوند مشرتابه لپاره نا اهل وباله او له دې کبله یې ګوند هم له ستونزو سره مخامخ دي.

د دغه ګوند اړند کاندیدان اوس د خپل ګوند د نوم کاروولو پر ځای د ازادو کاندیدانو په توګه ټاکنو کې برخه اخلي، خو شنونکي په دې آند دي، چې پاکستان مسلم لیګ 'نواز ' ګوند چې د پاکستان په ولسي جرګه کې اکثریت لري، ښايي په مشرانو جرګه کې هم د اکثریت لرونکي ګوند په توګه ثابت شي.

د مشرانو جرګې غړو ټاکنې لپاره د پاکستان ولسي جرګه یا قومي اسمبلۍ او د ټولو څلورو ایالتونو اسمبلۍ رایې ورکوي. خیبر پښتونخوا د مشرانو جرګه کې ۱۱ څوکۍ ونډه لري، چې اوسنیو ټاکنو کې ۲۶ کاندیدان د دغو څوکیو لپاره سیالۍ کوي.

قبایلي سیمو لپاره ۴ څوکۍ ځانګړې شوي، پنجاب ایالت مشرانو جرګه کې ۱۲ څوکۍ، سیند هم ۱۲ او بلوچستان ۱۱ څوکۍ ونډه لري.