غني: سوله مو هیله ده، خو قاطعانه به جنګېږو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیتي ځواکونو ملي ورځې لمانځغونډې پرمهال د سولې لارې نقشې تر اعلانولو یوه ورځ وروسته وویل، سوله د افغانستان هیله ده، خو په اوسنۍ جګړه کې به په قاطعانه ډول جنګېږي.

ولسمشر د وسله والو ځواکونو لیکو کې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ او له دفاع وزارته یې وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو بېرته نیولو عملیات پیل کړي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، حکومت یې پر امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو او تکیې په دریځ کې د سولې وړاندیز کوي

.

ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په تېرو شپږو میاشتو کې افغان هوايي ځواکونو پاموړ لاسته راوړنې درلودې او دوی ته ځینې جنګي الوتکې هم ورکړل شوې دي.

په یادو مراسمو کې ولسمشر غني د وسله والو ځواکونو بریاوې یادې کړ. هغه افغان سرتېرو ته په وینا کې وویل، د جګړې ډګر کې د دوی بریا ددې لامل شوې چې تېره ورځ یې په ډاډه زړه د حکومت وسله والو مخالفانو ته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.

په ورته وخت کې د افغانستان لوی درستیز جنرال شریف یفتلي د ستر جنرال رتبې ته لوړ کړل شو.

ښاغلي یفتلي د جګړې ډګر کې د خپلو پروګرامونو په اړه وویل، د نوي پیلېدونکي هجري شمسي کال له پیله به د نصرت په نوم لوی پوځي عملیات پیل کړي:

"د نصرت په نوم عملیات د افغان حکومت د ملي او نظامي ستراتیژۍ درېیمه برخه ده، چې په راتلوونکي لمریز کال کې به پیل شي. د دې پلان له مخې به په افغانستان کې د حکومت د حاکمیت سیمه پراخه شي او په ځینو ولایتونو کې هغه ولسوالۍ، چې حکومت له لاسه ورکړې، بېرته به یې تر خپل کنتړول لاندې راولو. "

د ملي امنیتي ځواکونو ملي ورځ، چې د کب له نهمې سره سمه ده، له تېرو دوو کلونو راهیسې لمانځل کېږي.

د افغان امنیتي بنسټونو شمېرې ښيي، چې په ختمېدونکي هجري شمسي کال کې شاوخوا ۶۵۰۰ افغان سرتېري وژل شوي او کابو ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي وویل، څېړنې ښيي چې له مجازي نړۍ او خواله رسنیو د حکومت وسله وال مخالفان ډېره ګټه اخلي.

هغه وویل، له ترهګرو ډلو سره د مبارزه یوازې د یوه بنسټ کار نه دی، بلکې دا مبارزه باید کورنیو ته د پوهاوي په رسولو سره پیل شي.