په زیربنایي چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني لوړپوړی سلاکار محمد همایون قیومي وایي چې د ولسمشر د سلاکار په توگه یواځې هغه ته مشوره ورکوي او د تړونونو په اړه د وروستۍ پریکړې او د لاسلیک کولو صلاحیت نلري.
ښاغلي قیومي تیره اوونۍ د امریکایي خصوصي شرکتونو سره د افغانستان د زیربنایي چارو د قرادادونو په هکله د خبرو لپاره امریکا ته راغلی و د اشنا تلویزیون سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې په دې سفر کې یې د امریکا د خصوصي شرکتونو سره د څلورو زیربنایي پروژو په اړه خبرې کړې دي
.
د ښاغلي قیومي په وینا ددغو څلورو پروژو نه درې یې د بریښنا د تولید په اړه دي.
د افغانستان د انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په دې وروستیو کې ویلي وو چې په هرات کې د ټاپې د پروژې په مراسمو د گډون اجازه نه وه ورکړل شوې او د هغه د وزارت اړوند یو شمیر قراردادونه د هغه په غیاب کې لاس لیک شوي دي.
خو د ولسمشر غني سلاکار ښاغلي قیومي چې جمهور رئیس ته نږدې شخص بلل کیږي وایي چې دنده یې یواځې په ارگ کې مشوره ورکول دي او بس.
ډاکتر قیومي د افغانستان د بریښنا د ستونزو په ځانگړې توگه د کابل د بریښنا د مشکلاتو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د تیرو ۱۶ – ۱۵ کالو په ترڅ کې افغانستان د بریښنا د یوې پروژې شاهد هم نه و.
د جمهور رئیس سلاکار همداشان د عینک د میسو د استخراج د پروژې په تړون کې د افغانستان د پخواني حکومت په ناغیړۍ انتقاد وکړ.