پوتین: 'نه ماتېدونکي' اتومي سسټمونه مو چمتو کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

روسیې د اتومي وسلو دوو سسټمونو ته نوې بڼه ورکړې، چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په خبره مخه یې نه شي نیول کېدای. ولسمشر پوتین دغه ادعا څلورم ځل ولسمشرۍ ټاکنو کې د کاندید په توګه له برخې اخیستو مخکې د خپلو مهمو تګلارو څرګندولو لړ کې کړې دي.

په دغو وسلو کې چې نوموړي یې په ویاړ یادوونه کوله، هغه کروز توغندی هم شامل دی، چې ښاغلی پوتین وايي 'نړۍ کې هر ځای ته رسېدلای شي '

ولسمشر پوتین وايي 'لویدیځوال باید پر (دغو) نویو واقعیتونو ځان پوه کړي... ځکه دا لاپې نه دي

 '

په خپله کلنۍ وینا کې ښاغلي پوتین د ویډیويي انځورونو په مرسته د دوو نویو اتومي سسټمونو د پرمختګ ورکولو خبره وکړه، چې په وینا یې کولای شي له تشخیص کېدو ځان وژغوري.

ښاغلي پوتین په دغه دوه ساعته وینا کې چې د روسیې پارلمان ګډې غونډې ته یې کوله له روسانو وغوښتل، چې نویو سسټمونو ته نومونه غوره کړي.

ولادمیر پوتین وايي، د توغندیو په تړاو له هوکړو د نه وتلو په اړه یې امریکا ته له کلونو زاریو وروسته دغه غبرګون څرګند کړی دی.

مسکو کې د بي بي سي خبریال سټېون روزنبرګ وايي، ولسمشر پوتین له دې مخکې ۱۳ ځله خپلو هېوادوالو ته کلنۍ ویناوې کړې دي، چې ۱۴ مه هغه یې له نورو ځکه ځانګړې بلل کېږي، چې دغه وینا کې نوموړی د روسیې نویو ستراتېژیکو وسلو په اړه غږېده، د کروز توغندیو، بین البراعظمي توغندیو، تر اوبو لاندې ډرون الوتکو او سوپر جیټ الوتکو خبرې یې کولې او د روسیې پارلمان غړو دغې پوځي نندارتون ته ورته غونډه کې ورته چکچکې کولې.

ولسمشر پوتین د پوځي پرمختګونو تر څنګ په روسیه کې د بیوزلۍ پر له منځه وړلو هم وغږېده او ویې ویل چې شپږکلونو کې به ژوند ته د روسانو هیلو کچه د فرانسې او جاپان له هغو سره برابره شي.

ولسمشر پوتین داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د روسیې ولسمشرۍ ټاکنو ته څه باندې دوې اونۍ وخت پاتې دی. نوموړی له اتلسو کلونو راهیسې روسیې کې لومړي وزیر او ولسمشر په توګه دنده تر سره کوي.