ولسمشرغني: چمتو یو طالبان د سیاسي ګوند په توګه ومنو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر اعلان کړی چې د ملي وحدت حکومت چمتو دی له طالبانو سره اوربند وکړي او دغه ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبه ( د کب ۹) د "کابل بهیر" په دوهمه غونډه کې چې په افغانستان کې د سولې پر راوستو څرخي وکړې.

کابل کې د څه باندې۲۰ هېوادونو او درې نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون د کابل بهیر دویم کنفرانس پیل شو

.

دې غونډه کې د هغې طرحې پر سر بحث کېږي چې مهم اړخونه یې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لارې چارې، له نشه یي توکو سره مبارزه او له پاکستان سره هر اړخیزو خبرو ته چمتوالی دی.

ښاغلي غني په دغه غونډه کې وویل، د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د وار له مخې اټکل شویو موادو پر بنسټ، کېدای شي دغه قانون ته له سره کتنه وشي او د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو او د بندیزونو له نوملړه یې د نومونو د اېستلو مسله په قانوني ډول تعقیب شي.

اروپایي ټولنې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیز هرکلی او ملاتړ کړی دی. افغانستان لپاره د دغې ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا له طالبانو وغوښتل چې د ولسشمر غني پر وړاندیز غور وکړي. ښاغلي کوبیا وویل، دجګړې د پای یوازېنۍ لاره خبرې اترې دي او ټینګار یې وکړ چې دا خبرې باید د افغانانو ترمنځ وشي.

ولسمشرغني وویل، حکومت د طالبانو د دفتر له پرانستلو، هغوی ته د ازادانه سفر کولو لپاره د پاسپورټونو د ورکړې، د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې یې د همکارۍ، رسنیو ته یې د لاسرسۍ له ترتیباتو سره او د طالبانو د کورنیو د مېشت کولو سره موافق دی.

هغه زیاته کړه چې د خبرو لپاره تر ټولو ښه ځای کابل دی خو د افغانستان حکومت چمتو دی په یوه بل په تېره بیا داسې اسلامي هېواد کې چې په جګړه کې ښکېل نه وي او یا هم د ملګرو ملتونو استازولۍ دفترونو کې خبرو ته کښېني.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرو لپاره مخکې شرط نه لري او داسې طرحه وړاندې کوي چې د هېواد په ګټه او د هېواد د ټولو وګړو حقونه په تېره بیا د ښځو پکې خوندي دي، او د هرې ترهګرې ډلې پر وړاندې د دې خاورې ساتل تضمین دی.

په خپله وینا کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني وویل، افغانستان کې ګڼ قومونه مېشت دي او ملي او سیاسي پخلاینې ته د رسېدو لپاره، د قومونو پراخې سیاسي اجماع ته اړتیا شته.

ښاغلي رباني ټینګار وکړ چې په داسې سیاسي بهیرونو کې یوې" جناح" ته اهمیت ورکول او د ده په وینا د نورو " قومونو له پامه غورځول" به بدې پایلې ولري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور له ګوښه کولو را وروسته د جمعیت اسلامی ګوند او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ خبرو کومه څرګنده پایله نه ده درلودلې او د نا رضایتۍ نښې یې په دې کنفرانس کې ښکاره شوې.

دې کانفرانس کې د نورو موضوع ګانو ترڅنګ په داسې حال کې پر افغان سولې خبرې کېږې چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې یو ځل بیا له افغان حکومت سره د خبرو میز ته کښېناستل رد کړي ول او د تېر په څېر یې ټینګار کړی چې غواړي د امریکا له حکومت سره خبرې وکړي.

خو افغان چارواکي وايي چې د طالبانو ډله له افغان حکومت سره له خبرو پرته کومه بله لار نه لري، ځکه چې امریکا هم د افغان حکومت د یوه کلک ملاتړي په توګه باور لري چې مذاکرې باید بین الافغاني وي او نېغ په نېغه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وشي.