اتمر د سولې او نورو مسایلو په اړه خبرو لپاره سعودي‌ ته ولاړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امنیت شورا وايي ښاغلی اتمر د سعودي د شهزاد په بلنه ریاض ته تللی دی

د هغه دفتر وايي چې ښاغلی اتمر د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود په رسمي بلنه سعودي عربستان ته تللی دی.

د امنیت د شورا ویاند قادر شاه امریکا غږ ته د ښاغلي‌ اتمر د سفر د هدف په اړه وویل "نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې د عربستان له چارواکو او لوړ پوړو مقاماتو سره وګوري. ددې سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو بهبود، پر امنیتي چارو باندې، اقتصادي وده باندې او همدارنګه د سولې پر موضوعاتو باندې بحث دی

".

د امنیت د شورا ویاند په دې اړه نور معلومات ورنکړل چې ښاغلی اتمر به مشخصآ د سولې او امنیت په اړه د سعودي له چارواکو سره څه ووايي.

خو د سیاسي چارو کارپوه او په کابل کې د پوهنتون استاد فاروق بشر وايي‌ ښايي ښاغلی اتمر د سعودي عربستان له چارواکو څخه پر پاکستان باندې د فشار راوړلو غوښتنه وکړي چې د سولې بهیر ګړندی شي.

ښاغلي بشر امریکا غږ ته وویل "سعودي عربستان باید د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل اسلامي نقش څرګند کړي ځکه چې د عربستان اړیکې له پاکستان سره ډیرې نږدې دي. ددې امکان هم شته چې د عربستان له پاچا نه وغوښتل شي چې پر پاکستان داسې تاثیر وکړي چې د تروریستانو ځالې چې موجودې دي له منځه یوسې یا تروریستان له خپل هیواد نه وباسي".

نوموړي ریاض ته د ښاغلي اتمر سفر د افغانستان د سولې د بهیر لپاره مهم وباله. سعودي عربستان هغه هېواد دی چې د (طالبانو اسلامي تحریک) یې په رسمیت پېژنده، مرسته یې ورسره کوله او اوس هم د راپورونو په اساس د دغې ډلې له یو شمېر مشرانو سره اړیکې او پر هغوی نفوذ لري.

ریاض پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال د افغان مجاهدینو قوي ملاتړی و او اوس د افغانستان له نژدې ملګرې امریکا سره هم ښې اړیکې لري.

سعودي عربستان ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سفر داسې مهال کیږي، چې د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره پر طالبانو او پاکستان باندې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا فشارونه زیات شوي‌ دي.