سوات کې د پاکستان امنيتي پوستو پر ضد احتجاج شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتونخوا د سوات په خوازه خېله او مینګوره کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د پوستو ضد پر ولسي خلکو احتجاج کړی او د دغو پوستو د له منځه وړلو غوښتنه يې کړې ده.

دغو احتجاج کوونکو چې ډېری شعارونه يې د امنيتي ځواکونو د پوستو او پر دغه پوستو د پښتنو د ځورولو ضد وو، د ترهګرۍ پر ضد يې هم شعارونه ورکول.

د احتجاج کوونکو په خبره له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د پاکستان امنيتي ارګانونه نه یوازې پر پوستو بلکې د کورونو پر تالاشیو کې هم پښتانه ځوروي او دغه حالت نور نشي زغملی

.

سياسي فعال غيرت خان يوسفزي چې په ننني احتجاج کې يې ګډون کړی و له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، له ډېره وخته ولس دا احساس کاوه، چې د پاکستان امنيتي ځواکونه يې پر پوستو ځوروي او ځکه يې پر ضد دغه احتجاج پلان کړ.

د سوات یو شمېر وګړیو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، له دوی سره په دې پوستو داسې چلند کېږي، چې ان له "وسلوالو سره به هم ونه شي".

ځينې وګړي وايي، له دوی څخه پر دې پوستو "جامې ایستل کېږي او له نارینه و سره سره ښځې هم د تالاشۍ په پلمه ځورول کېږي".

غیرت یوسفزی زیاتوي، که څه هم د سوات ولس له ډېره وخته د پاکستانیو امنيتي ځواکونو پر رول خواشينی و، خو وروستیو دوو پېښو دغه خواشيني نوره هم وپاروله.

نوموړی وايي"لومړۍ پېښه لس ورځې وړاندې د بانډۍ پر پوستې د یوه ماشوم مړینه وه، چې روغتون ته پر لاره يې د تالاشۍ لپاره درولی و، چې هملته يې ژوند له لاسه ورکړ. دویمه پېښه په کبل پوستې د یوې مېرمنې وه، چې تالاشۍ ته ولاړ موټر کې يې ماشوم وزېږاوه".

د لطیف پښتونزي په نامه یو بل فعال بیا وايي، د دوی نننی احتجاج د کوم سیاسي ګوند تر بېرغ لاندې نه و، بلکې د سوات ځوانان د پاکستانيو امنيتي ځواکونو د زیاتي پر ضد راپورته شوي وو.

ښاغلی پښتونزی وايي، له دوی سره د بېلابېلو ګوندونو غړي ملګري وو، خو په لاریون کې يې ګډون د سوات د اوسېدونکو په توګه کړی و.

که څه هم د سوات اوسېدونکو په دې احتجاج کې تر ټولو زیاتې نیوکې د پاکستان پر پوځ کولې او همدوی يې په دې تورنول، چې د سوات وګړي ناحقه ځورول کېږي. خو د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار امیر مقام بیا وايي، د پوځ پوستې د ولس د ځورولو لپاره نه، بلکې د امنیت ښه کولو لپاره دي.

ښاغلي مقام له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی به له پوځي چارواکو سره پرې خبري وکړي او د ولس دغه غوښتنه به ورته ورسوي، خو زیاتوي، په سوات او شاوخوا سیمو کې د پاکستانيو امنيتي ځواکونو دغه پوستې نه وای، ښايي حالات دومره ژر سم شوي نه وای.

په سوات کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د پوستو ضد دغه احتجاج داسې مهال کېږي، چې د روانې فبرورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې تر لسمې د پښتون ژغورنې غورځنګ لس ورځنی پرلت درلود او یوه غوښتنه يې دا وه، چې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې دې پښتانه د امنيتي ځواکونو له خوا ناحقه نه ځورول کېږي.

ډېری پښتانه فعالان په دې باور دي، چې د سوات دې احتجاج ته د اسلام اباد پرلت دا زمینه برابره کړه او ولس ته يې دومره توان ورکړ، چې اوس يې د ځورولو ضد غږ پورته کړ.