اشرف غني:افغانستان خپلواکه هیواد دی،دهیچا ګوډاګی نه شي جوړیدی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دافغانستان اولسمشر محمد اشرف غني ویلي افغانستان یو خپلواکه هیواد اؤ هیڅکله دسیمې اؤ یا د کوم بل هیواد ګوډاګی نه شي جوړیدی.

افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو ۲۹ کلیزې د لمانځلو په غونډه کې افغان اولسمشر ویلي افغانستان خپلواکه هیواد دی او هرهغه څوک چې دا هیواد د مستقل هیواد په توګه نه پیژني ،دا افغانستان سره ستره جفا ده.

اشرف غني ویلي دولت یې د نړیوالې ټولنې له مرستو ځکه ګټه پورته کوي چې د پخواني شووري اتحاد پرضد د جګړې نه وروسته نړۍ افغانستان ته شا کړه خو د سپتمبر د۱۱ پیښې دنړۍ پام بیا افغانستان ته راوګرځولو او باید له دې فرصت څخه

دافغانستان ،سیمې اونړۍ د سوکالۍ لپاره ګټه واخستل شي.

افغان اولسمشر وویل “زمونږ هدف له ټولې نړۍ او منطقې سره په سوله او یووالي کې ژوند کول دي او ځکه له بین اللملي همکارانو مرسته ترلاسه کوو چې له لومړۍ تجربې نه یې درس واخیست شوروي اتحادیې سره تر جګړې وروسته نړۍ افغانستان هیره کړو خو له ۱۱ سپتمبر له پيښو وروسته له نړۍ هیرشوي نه یو او دا یو قوت دی ،هیله ده چې له دې د نړۍ او زمونږ د ګټې لپاره استفاده وکړو”

افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د بریا ورځ د لمانځنې په هدف جوړه شوې غونډه کې په لسګونو قومي ، سیاسي او حکومتي مشرانو برخه اخیستې وه.

اشرف غني ویلي ، دافغانستان د اقتصادي خپلواکۍ ، سولې لپاره د شرایطو برابرول او د دایمي امن اوثبات راوستل یې د کار له لومړیتوبونو څخه دي.

هغه زیاته کړه “د سولې لپاره باید ژمنه ترلاسه شي او مونږ ژمنې ته تیار یو او هیله ده چې شرایط به برابر شي اود کابل دویم کفرانس چې په مخ کې لرو د سولې په خبرو باندې به پکې زیات تمرکز وشي اوهمدې کنفرانس ته د ملي یووالي حکومت د سولې په اړه خپله طرحه وړاندې کوي”

ښاغلي غني وویل له نړیوالې ټولنې سره یې ګټې او ګواښونه مشترک دي او نړیوالې ټولنې سره د باور فضا جوړول ځکه مهم دي چې د افغاستان جګړه کورنۍ نه ده .

دهغه په وینا “افغانستان کې د شلو نړیوالو ترهګرو ډلو فعالیت او د یوشمیر هیوادونو لاس وهنې ته په کتو ترهغې چې له نړۍ سره همغږي ونه لرو او پرضد یې په کور دننه یووالي رامنځته نه شي له دې پرته یې د مثبتو پایلو ترلاسه کول ناشوني دي”

په ارګ کې جوړې شوې دې غونډې ته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم وینا وکړه او له حکومت او وسله والو مخالفینو څخه یې غوښتل چې روانه جګړه ګټونکی نه لري او باید دافغانستان د سوکالۍ او امن لپاره د سولې مذاکراتو ته حاضرشي.

هغه زیاته کړه”زه په طالبانو غږ کوم چې دا جګړه نه شئ ګټلئ ،که ګمان کوئ چې راشئ او کابل ستاسو په واک کې پرېوځي ،اشتبا ه مو کړې ، راشئ تاسي هم د سولې لارغوره کړی”