غني: وخت نه راته درېږي، مخ پر وړاندې به ځو او پرېکړې به کوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ویلي، که د لویو مسئلو په اړه د پرېکړې پرمهال له افغان ولس سره سلا مشوره و نه شي، ښايي ډېرې ناوړه پایلې به ولري. د ښاغلي عبدالله اشاره ظاهراً د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل ته وه.

خو بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي او لویو مسئالو په اړه سلا مشورو ته چمتو دی، خو وايي، د پرمختګ غوښتلو لپاره باید د لویو مسایلو په اړه پرېکړې وشي. د نوموړي په وینا، 'وخت روان دی او فرصتونه باید له لاسه ور نه کړو

. '

نن یو ځل بیا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتلو د ۲۹ مې کاليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اجرائیه ریاست مشر ډاکتر عبدالله ګواښ وکړ، که د لویو او ملي مسئلو په اړه یوه اخیزه پرېکړه وشي او د افغان ولس غوښتنو ته پام و نه شي، کېدای شي ډېرې ناوړه پایلې ولري. د ښاغلي عبدالله اشاره ظاهراً د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیلولو ته وه:

"که څوک داسې مشوره ورکړي چې د کړکېچ په جوړولو سره کېدای شي پر نورو ستونزو خاورې واړول شي، دا ممکنه نه ده. دا داسې مسایل دي چې موږ ټول باید ورته پام وکړو. ان یوازې یوه ناسنجول شوې جمله او ټکی کولای شي د خلکو تر منځ د بې اتفاقۍ او نفاق لامل شي، یوازې یوه ناسنجول شوې پرېکړه کولای شي خلکو ته ډ‌ېرې ناوړې پایلې ولري. بیا به یې هېڅوک مسوولیت نه شي منلی."

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په ملي او لویو مسئلو کې سلا- مشورې ته چمتو دی، خو په وینا يي 'وخت روان دی او که غواړو چې پرمختګ وکړو نو باید لویې پرېکړې وکړو:

"که موږ غواړو مخکې لاړ شو او د خلکو ستونزې حل کړو نو ضرور ده چې فیصلې وکړو، مشوره پر سر و سترګو، خو دا نه شي کېدای پرېکړې و نه کړو، ځکه ضرور ده چې فیصلې وکړو، انتخابات، اقتصاد، اوبه او د کډوالو راتګ فیصلې غواړي. ټول عمده مسایل باید په یوه چوکاټ کې راشي، مشورې هم کېږي، پخوا زموږ لویه تېروتنه دا وه چې فکر مو کاوه زمان ثابت دی."

تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو، د تذکرو وېش د ولس په غوښتنه د حکومت په ټینګ تکل پیلېږي.

د افغانستان د وګړو احوال او نفوس ادارې هم ویلي وو، د الکترونیکي تذکرو د وېش په موخه یې په ارګ د ولسمشر، لومړۍ مېرمن، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دویم مرستیال، د کابینې د یو شمېر وزیرانو او ځینو لوړو چارواکو د بایومټیریک مالومات اخیستلو بهیر پیل کړی، خو اجرائیه ریاست ویلي وو، د الکترونیکي تذکرو د وېش پر سر باید له ولس سره سلا- مشورې وشي.

په پام کې وه چې نن شنبه د الکترونیکي تذکرو د وېش په سر ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه مشر عبدالله عبدالله لیدلای وای، خو لا مالومه نه ده چې دا ناسته به ترسره کېږي، که نه؟

د الیکترونیکي تذکرو د وېش کره نېټه لا هم نه ده معلومه، خو د دغه بهیر لومړی پړاو چې د ګوتو نښه اخیستل او په سیستم کې د وګړو د اړینو معلوماتو ځایول دي، پیل شوی دی.

د الکترونیکي تذکرو وېش د ولسمشر د هغه تقنیني فرمان له مخې کېږي چې دوې میاشتې وړاندې د ملي شورا د یوې ګډې کمیټې له خوا تصویب شو.

دغه فرمان چې د وګړو د احوال د ثبت قانون د ځینو مادو د بدلون په اړه ولسمشر ورکړی، وایي په الکترونیکي تذکرو کې باید د ملت، ملیت او دین کلمې ولیکل شي.

څو اونۍ وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو بیا له دغه فرمان سره مخالفت وښود او له ولسمشر نه یې غوښتنه وکړه چې خپل فرمان لغوه او د پخواني قانون له مخې تذکرې ووېشي.

د الکترونیکي تذکرو د تقنیني فرمان منتقدین هغه څېرې دي چې نه غواړي په تذکرو کې یې د افغان کلیمه ولیکل شي.

په الکترونیکي تذکرو کې د افغان کلیمې له لیکو سره مخالفت په ظاهراً هغه څه دي چې له تېرو څو کلونو یې د دغو پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

اوس بیا ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په دې برخه کې هېڅ ډول شاتګ ته چمتو نه دي او ټینګار کوي چې الکترونیکي تذکرې د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې وېشل کېږي.