ایران چابهار بندر د ۱۸ میاشتو لپاره هند ته په اجاره ورکوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایران د چابهار بندر یوې برخې د فعالیتونو کنټرول هند ته ورکولو هوکړه کړې. د شنبې پر ورځ د هند پلازمېنه ډیلي کې له هندي لومړي وزیر نریندرا مودي سره له خبرو وروسته ایراني ولسمشر حسن روحاني وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي نور هم ښه شوي دي.

ښاغلي روحاني زیاته کړه، دواړه هېوادونه په سیمه کې د ترهګرۍ خلاف ګډې مبارزې لپاره چمتو دي، خو په خبره یې ترهګري باید کوم مذهب پورې غوټه نه شي

.

ډیلي کې د بي بي سي خبریال سهیل حلیم وايي، هند او ایران نهو خپلمنځي هوکړو ته وروستۍ بڼه ورکړې، چې تر ټولو مهمه پکې د چابهار بندر په تړاو ده.

د هوکړې له مخې به هند د ۱۸ میاشتو لپاره د بندر لومړي فېز د فعالیتونو کنترول تر لاسه کړي.

هند، افغانستان او ایران تېر کال په دې تړاو یوه درې اړخیزه هوکړه وکړه او هند دا وروستیو کې له همدې لارې افغانستان ته غنم استولي و.

دواړو هېوادونو ویلي، چې افغانستان کې د سولې راتګ غواړي. هندي لومړي وزیر نریندرا مودي وویل:

''موږ به افغانستان کې د سولې، ټیکاو او خوشحالۍ راتګ لپاره ګډ فعالیت کوو. ''

ولسمشر روحاني په درې ورځني سفر هند ته تللی او د دغه سفر پیل یې د هند له سویلي حیدراباد ښاره وکړ.

حیدراباد کې د وینا پر مهال نوموړي وویل، مسلمانان باید یو موټی شي او په وینا یې که مسلمانانو کې نفاق نه وای، امریکا به د اسراییلو پلازمېنې په توګه د بیت المقدس اعلان نه کاوه.

له خپلمنځي خبرو وروسته هندي لومړي وزیر نریندرا مودي ګډې خبرې غونډې ته وویل، هېواد به یې د چابهار او ایراني ښار زاهدان تر منځ د اورګاډي پټلۍ غځولو کې مرسته وکړي.

ایران درېیم هېواد دی، چې هند ډېر تېل ترې تر لاسه کوي.

افغانستان، هند او ایران د ۲۰۱۶ کال مې میاشت کې د اوبو له لارې د یوه نړیوال دهلیز پر جوړولو هوکړه وکړه او له هغه راهیسې د چاه بهار ودانیزو چارو کې چټکتیا راغله.

هند افغانستان ته د ۱۱ سوه زره ټنه غنمو ویړیا ورکولو ژمنه کړې ده او دې لړ کې لومړی بار دا وروستیو کې د چابهار له لارې افغانستان ته استول شوی.